1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي : تر ۲۰۶۰ کال د ګلخانه یي ګازونو تولید صفر ته رسوو

۱۴۰۰ آبان ۲, یکشنبه

د سعودي عربستان پاچا د چاپیریال ساتنې په یوه کنفرانس کې ژمنه وکړه چې سعودي به تر راتلونکي ۲۰۶۰ کاله د ګلخانه یي ګازونو تولید صفر ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/4278b
Saudi Arabien | Solaranlagen
انځور: Julien Delfosse/DPPI media/picture alliance


د نړۍ په کچه د تیلو تر ټولو ډیر صادرونکی هیواد غواړي د ګلخانه یي ګازونو تولید صفر کړي.

د سعودي پاچا شهزاده محمد بن سلمان د "زرغون ابتکار" په غونډه کې چې ریاض کې ترسره کیده، د ریاض د اقلیمي طرحو او د سیمې له هیوادونو سره یې د تغیير مننونکې انرژۍ قراردادنو په اړه خبرې وکړې.

بن سلمان وویل دغه طرحې د سعودي عربستان د پراختیایي تګلارو په چارچوب کې دي او هدف یې د پراختیایي پرمختګ ترڅنګ د نړۍ په بازارنو کې د تیلو د تقویت او ثبات په اړه د سعودي د رول ساتنه ده .

"زرغون ابتکار" په سعودي عربستان کې د اقلیم په اړه لومړنۍ غونډه وه خو بن سلمان دغه خبر د سکاټلند په ګلاسکو ښار کې د آب اوهوا په اړه د نړیوال کنفرانس له پیلیدو یوه اونۍ مخکې وکړه .

د دې غونډې هدف د پاریس د هوکړې ارزونه ده .
د پاریس هوکړه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وشوه او لاسلیک کوونکي هیوادونه اړ وه چې د ځمکې ګرمیدو درجه باید د صنعتي دورې مخکې په پرتله تر ۱،۵ درجې پورې محدوده وي .

ملگری ملتونه: وروستي پنځه کلونه تر ټولو تاوده ول

د سعودي د انرژۍ وزیر هم په یوه پیغام کې هیله مني ښودلې چې د ځمکې د ګرمیدو په اړه ټاکل شوي هدف ته به رسیږي.

د انرژۍ وزیر وایي ریاض خبله هغه ژمنه چې د کال به ۱۳ میلیونه کاربن ډي اکسایډ راکموي ۲۷۸ میلیونه ته پورته کوي .

د اقلیمي بدلون په اړه د  ملګروملتونو ۲۶ کنفرانس د روانې میاشتې د اکتوبر له ۳۱ بیا د نوامبر تر ۱۲ مې په ګلاسکو ښار کې ترسره شي.

امریکا او اروپایي تولنې له سعودي عربستانه غوښتي وه چې هغه جهاني کمپیان سره یوځای شي چې تر ۲۳۰  کاله به د کاربن ډاي اکسایډ کچه ۲۰ سلنه راکموي .

ریاض وایي پلان لري  تر ۲۰۳۰ کاله  لس میلیارده ونې کینوي او غواړي تر دې همدې کاله د اړتیا وړ انرژي له تغیر مننونکې انرژۍ پوره کړي .

سعودي عربستان چې تر ډیره د تیلو او ګازو په انرژۍ کار کوي خو په وروستیو څو میاشتو کې دغلته د پاکې انرژۍ ( لمریزې او بادي) کارول پیل شوي دي.

وړاندې تر دې د اکتوبر په لومړیو کې متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې تر ۲۰۵۰ کاله به د ګلخانه یي ګازونو تولید صفر ته رسوي.

د ګلاسکو غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امرکیا اطلاعاتي بنسټونو په یوه رپوټ کې ګواښ کړی چې اقیلمي بدلون او د ځمکي ګرمیدل کولی شي د امریکا امنیت و ګواښي او په یوې نړیوالې مسلې بدل شي .

د دغې موضوع پایله به  کډوالي، د هیوادونو د وګړو ځای پرځای کیدل،بې ثباتي او د اوبو او خوارکي توکو په اړه سیالي وي.

۱۵۰ هیوادونو د ګلخانه يي ګازونو پر کمولو هوکړه وکړه