1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان افغانستان ته بشري مرستې لېږلي

۱۴۰۰ آذر ۲۵, پنجشنبه

سعودي عربستان په مرستو بار دوې الوتکې د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته استولي دي. دا واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې د سعودي له خوا لومړی دا ډول ګام دی.

https://p.dw.com/p/44Mma
Afghanistan Flughafen Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د سعودي عربستان د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز (KSRelief) له لوري تر ۶۵ ټنه ډېر مرستندويه توکي چې ۱۶۴۷ د خوراکي توکو بستې  هم پکې شاملي دي، افغانستان ته ليږدول شوي دي.

د سعودي پريس په نوم د دغه شاهي حکومت رسمي خبري آژانس په حواله د دغه مرکز مشر عبدالله الربيع ويلي دي چې د سعودي عربستان د مرستو د دې پله له لارې به په شپږو الوتکو کې په مجموعي توګه ۱۹۷ ټنه توکي افغانستان ته واستول شي.

نوموړي وويل چې د پاکستان د ځمکي له لارې به هم کابو ۲۰۰ لارۍ مرسته افغانستان ته ورسيږي.

د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خليج عربي هيوادونه پر دې سره سلا شول چې «د افغانانو د اقتصادي وضعيت ښه کولو او له هغوی سره د بشري مرستو په موخه به د نړيوالو هڅو په متحرک کولو کې خپله ونډه ولري.»

د ملګرو ملتونو په حواله دمګړۍ د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي د خوراکي توکو له شديد کمښت سره مخامخ دي او د ژمي په را رسېدو سره په ميليونو افغانان له قحطۍ او مهاجرت ترمنځ د يوه انتخابولو ته اړ شوي دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ م کال ترمنځ په خپله لومړۍ واکمنۍ کې شريعي قوانين نافذ کړي ول او په عام محضر کې یې سختې سزاګانې عملي کولې.

سعودي عربستان هغه وخت د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ دريم هيواد وو چې د طالبانو حکومت یې په رسميت پيژندلی وو.

خو دا ځل طالبان د يوې معتدلې څېرې د ښوولو هڅه کوي څو نړيوال مشروعيت ترلاسه کړي او پرې لګيدلي بندیزونه لغوه شي.

امريکا متحده ايالات هم طالبانو ته د مشروعيت نه ورکولو سره سره افغانستان ته د بشري مرستو په رسيدو کې د آسانتياوو رامنځته کولو په موخه پر بندیزونو سربیره هم پر ځينو استثناو قايل شوي دي.

ب.ص / ن. ز (AFP)