1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي ته په پاکستاني پاسپورتونو تللي افغانانو ستونزي

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

په سعودي عربستان کې ډېر داسي افغانان ژوند کوي چې هلته په غیر قانوني اسنادو او ځيني يې په پاکستاني پاسپورتونو تللي دي او اوس له ستونزو سره مخامخ دي. افغان سفارت بیا د ستونزو د هوارۍ په برخه کې د هلو ځلو خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/4KoTI
Afghanistan Reisepass
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې افغان سفير احمد جاوید مجددي وايي چې په دې هیواد کې ډېر افغانان په پاکستان پاسپورتونو ورغلي او د پاسپورتونو د تمدید په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي، وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې يې په زرونو هغو افغانانو ته پاسپورتونه ورکړي چې په پاکستاني پاسپورتونو ورغلي ول: «په استثنایي وضعیت کې مو لس زره کسان له ډیپورټ څخه وژغول، د دوی د پاکستاني پاسپورتونو وخت ختم و، نه تمدید کېدل. نو طبعي ده چې په سعودي کې اقامه او د ژوند بقا ناممکنه وه. موږ وکولای شول چې شل زره کسانو ته دغه خدمات وړاندې کړو، خو د پاسپورتونو د کمښت له امله پروسه زما د توقع سره سم چټکه نه وه.»

د پاسپورتونو د ویش لړۍ ولې دریدلې او کله بیا پيلیږي؟

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، د دې هیواد ډیری سفارتونه په نامعلومه وضعیت کې پاتې دي. یوازې څو د ګوتو په شمار هیوادونو طالبانو ته اجازه ورکړې ده چې خپل استازي معرفي کړي. نور سفارتونه بیا له هماغو دیپلوماتو سره کار کوي چې د پخواني حکومت له خوا معرفي شوي ول. له دې سره د سفارتونو په کارونو کې هم ستونزې رامنځ ته شوې دي. له بلې خوا په افغانستان کې د پاسپورتونو د ویش لړۍ له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې ده. د طالبانو حکومت ویلي دي چې په دې برخه کې کار کوي او دا چې د پاسپورتونو نوي چاپ شوې کتابچې هم افغانستان ته د رسیدو په حال کې دي.د طالبانو او سعودي عربستان اړیکې ولې بل ډول شوې؟

په سعودي عربستان کې د افغانانو د سفر د اسنادو په هکله دا هوکړه د سعودي له حکومت سره تیر میلادي کال په جون میاشت کې شوې وه چې د روان ۲۰۲۲م کال تر وروستۍ نېټې به دوام وکړي. په دغه پروسه کې به ټولټال څوارلس زره افغانان پاسپورتونه ترلاسه کړي، خو دومره نور بیا شته چې بې برخلیکه پاتې کیږي.

د نور افغان په نوم یو کس چې وړاندې یې د پاکستان پاسپورت ورسره و او د نقل معومات پروسه کې پاسپورت ترلاسه کړی، دویچه ویلې ته وویل چې که يې د افغانستان پاسپورت نه وای ترلاسه کړی، نو نه پاکستان ته تللی شوای او نه هم افغانستان ته.

انځور له ارشیف څخه: یو سعودي چارواکي د اسنادو د چک په حال کې.
انځور له ارشیف څخه: یو سعودي چارواکي د اسنادو د چک په حال کې.انځور: B. Mehri/AFP/Getty Images

د جمعه خان په نوم یو بل افغان بیا وایي چې د پاکستاني پاسپورت سره له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو اوس چې د افغانستان پاسپورت ترلاسه کوي، له یادو ناخوالو به خلاص شي.

په سعودي کې میشت افغان خبریال او زده کړیال محمد ساپی وایي چې هغه افغانان چې په سعودي کې په غیر قانوني ډول ژوند کوي، له عامه خدماتو ګټه نه شي اخیستی، له ننګونو سره مخ دي او که ونیول شي نو زندان ته اچول کیږي.څه وخت قطر، سعودي او ترکیې ته افغان کارګر لیږل کیږي؟

هغه غواړي چې د طالبانو اداره د سعودي عربستان له حکومت سره د نقل معلومات هوکړه چې د افغانستان د تير حکومت پر مهال شوې وه، تمدید کړي. د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د افغانستان سفارت وایې دوی به د دغې پروسې د غځولو له پاره هڅه وکړي، خو تراوسه یې برخلیک نامعلوم دی.

په سعودي عربستان کې د نقل معلومات پروسې له پیل سره سم، په پاکستاني پاسپورتونو سعودي عربستان ته د افغانان تګ زیات شوي او د هغو پاکستاني پاسپورتونو قیمت هم دوه برابره لوړ شوی چې افغانان یې سعودي عربستان ته تګ له پاره ترلاسه کوي.

يادونه: په دغه راپور کي مخکي په تيروتني سره په سعودي عربستان کي د طالبانو ادارې د سفير يادونه شوې وه چې اوس بيرته اصلاح شوه. په رياض کې د افغانستان سفير د پخواني حکومت له وخته خپله دنده ترسره کوي.

ه.م