سرکوزي تر رسمي څیړنو لاندې دی
۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه
پر سرکوزي باندې تور لگول شوی دی چې له میلیاردرې لیلین بیتاکور Liliane Bettencourt څخه یې په پاکټونو کې په زرهاوو یرو نقدې پېسې ترلاسه کړې وې. ویل کیږي چې د دغو پېسو شمیر ۱۵۰۰۰۰ زره یورو ته رسیده. د فرانسې د قانون له مخې یو وگړی کولای شي چې د یوه نوماند له کمپاین سره یوازې تر ۴۶۰۰ یورو پورې نقدې مرستې وکړي.
په دې ترتیب سره پر سرکوزي باندې له یوه «اسیب پذیره» وگړې څخه د گټه پورته کولو تور لگول شوی دی. د سرکوزي په اړه د رسمي څیړنو د په لاره اچولو خبر د پنجشنبې په ورځ په رسنیو کې خپور شو. د فرانسې خبري آژانس د سرکوزي د وکیل په حواله لیکلي دي چې هغه به ډیر ژر د دغو تورونو پر ضد اعتراض وکړي.
د فرانسې د قانون له مخکې کله چې د یوه وگړي پر ضد رسمي څیړنې پای ته ورسیږي، تر دې وروستی قدم پر دغه وگړي باندې په رسمي ډول د یوه جرم تور لگول دي.
وکیلانو ویلي دي چې نیکولاس سرکوزي ته د دغو څیړنو د په لاره اچولو په اړه خبر ورکړل شوی دی. په همدې حال کې یو شمیر نورو چارواکو چې په دې قضیه کې ښکیل دي فرانسوي تلویزیونو ته ویلي دي چې اوس د سرکوزي په اړه رسمي څیړنې روانې دي.
نیکولاس سرکوزي په ۲۰۱۲ کال کې د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې وخوړه. په دې کال کې فرانسوا اولاند د دې هیواد د ولسمشر په توگه وټاکل شو. په ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته سرکوزي خپل حقوقي مصئونیت له لاسه ورکړ.
نیکولاس سرکوزي د لومړي ځل له پاره په تیرې نومبر میاشت کې تر پښتنو لاندې ونیول شو. هغه وخت له سرکوزي څخه پوښتنو ۱۲ ساعته دوام وکړ خو په پای کې بیا پریکړه وشوه چې پر سرکوزي باندې د رسمي تورونو د لگولو له پاره کافي شواهد په لاس کې نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي، د هر ډول غیر قانوني اعمالو له تیرسره کولو څخه انکار کړی دی.