سرچینې: په میدان ښار کې ۱۲۶ ځواکونه وژل شوي دي
۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبهپه کابل کې د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه خپریدو په شرط ویلي دي: «موږ معلومات لرو چې په روزنیز مرکز کې دننه د چاودنې له کبله ۱۲۶ کسان وژل شوی دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې اته ځانګړي ځواکونه هم شامل دي.»
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې پر دې روزنیز مرکز برید د دوشنبې ورځ په سهار پیل شو. د هغه په خبره یاغیانو په پیل کې له چاودیدونکو موادو یو ډک موټر له پوستې تیر کړ او بیا یې ورته په مرکز کې دننه چاودنه ورکړې ده. پیښه د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د ملي امنیت ادارې په یوه روزنیز مرکز کې رامنځ ته شوې ده.
زیاته شوې ده چې تر چاودنې وروسته دوه وسلوال کسان مرکز ته ننوتل او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې پیل کړې. افغان امنيتي ځواکونو برید کوونکي وژلي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې طالبانو په دې برید کې له یو هاموي ډوله امریکایي موټر څخه کار اخیستی دی چې تر دې مخکې يې له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولی وو.
په میدان وردګ کې یوې بلې سرچینې ویلي دي چې په پیښه کې د ملي امنیت ادارې تر سلو ډیر غړي وژل شوي دي. دغه ولایتي چارواکي زیاته کړې ده: «زه په ولایت کې د ملي امنیت ادارې له چارواکو سره په تماس کې یم او هغوی ما ته ویلي دي چې په دې لويه چاودنه کې د ملي امنیت ادارې تر۱۰۰ ډیر کارکوونکي وژل شوي دي.»
د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف هوتک، تر دې مخکې ویلي ول چې هغه په روغتون کې د امنیتي ځواکونو ۳۵ مړي لیدلي دي. هوتک ویلي دي: «ډیر نور هم وژل شوي ول. ډیر جسدونه کابل ښار ته لیږدول شوي او ډیر ټپیان هم د کابل روغتونو ته لیږدول شوي دي.»
د هوتک په خبره حکومت د برید د ریښتنې تلفاتو د پټولو هڅه کوي چې د افغان ځواکونو د مورال د ټیټیدو مخه ونیسي. هغه زیاته کړې ده: «چاودنه ډیره پیاوړې وه. [د روزنیز مرکز] ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلې ده.»
په میدان وردګ او کابل کې چارواکو د پیښې په اړه د جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت دوو چارواکو ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو تر منځ د ناآرامي د مخ نیوي له پاره د برید اصلي تلفات نه بربنډیږي.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل: «ما ته ویل شوي چې د تلفات شمیر اعلان نه کړم. د حقایقو پټول زوروونکې خبره ده.»
په کابل کې د ملي امنیت ادارې یوه کارکوونکي بیا په برید کې د۵۰ کسانو د وژل کیدو او یا هم ټپي کیدو خبره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د وردګ ولایت چارواکو په پیښه کې د وژل شویو کسانو شمیر یوازې ۱۲ تنه ښوولی وو.