1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچیني: درې طالب بندیان د تبادلې له پاره قطر ته انتقال شوي

۱۳۹۸ آبان ۲۸, سه‌شنبه

د طالبانو سرچینو ویلي دي چې درې طالب بندیان قطر ته رسیدلي دي او په پام کې ده چې د یوه امریکایي او یوه آسترالیایي سره تبادلي شي. دغه دواړه بهرنیان طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې تښتولي وو.

https://p.dw.com/p/3THcA
Taliban eröffnen Büro in Doha Qatar
انځور: Reuters

د طالبانو له لوري‌ د تښتول شوو دوو بهرنیو امریکایي کیون کینګ او آسترالیایي تیموتي ویکس، د ځای په هکله لا تر اوسه معلومات نه شته.

د طالبانو غړو اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې ښایي دغه تبادله د سه شنبې په ورځ تر سره شي. د هغوی په خبره د طالبانو بندیان د دوشنبې په ورځ قطر ته رسیدلي دي. د طالبانو دغو غړو د نوم د نه ښوولو په شرط له یاد خبري آژانس سره خبري کړي دي.

په طالب بندیانو کې انس حقاني هم شامل دی چې د طالبانو د مرستیال سراج الدین حقاني ورور دی چې تر دې دمخه یې د حقاني شبکې مشري کوله.

افغان ولسمشر اشرف غني یوه اوونۍ تر مخه په «مشروط ډول» د طالبانو د دغو بندیانو د آزادولو اعلان کړی وو او ویلې یي وو چې دغه پریکړه ورته سخته وه خو د افغان ولس د ګټو په پام کې نیولو په خاطر یې وکړه.

کینګ او ویکس په ۲۰۱۶م کال کې په کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون له خولې څخه د طالبانو له لوري وتښتول شول چې په دغه پوهنتون کې یې د استادانو په توګه دنده تر سره کوله.

تر هغې یو کال وروسته طالبانو یوه ویدیو خپره کړه چې په کې لیدل کیږي چې دغه دواړه د طالبانو په بند کې دي. د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ میاشت کې په یوه خپره شوې ویډیو کې نوموړو بهرنیو استادانو د خپلو آزادیدو غوښتنه کوله.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې امریکایي چارواکو ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د دغو کسانو د ژغورلو له پاره عملیات هم تر سره کړي ول خو په هغه ځای کې چې چاپې وهل شوې وې دغه دواړه برمته شوي کسان نه وو موندل شوي.

په عین وخت کې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د متحده ایالاتو امنیتي سلاکار رابرت اوبریان له جمهور رئیس اشرف غني سره جلا جلا تلیفوني خبري کړي دي.

د ارګ له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په دې خبرو کې چې تیره شپه وشوې، دواړو لورو د طالبانو/حقاني درې لوړ پوړو بندیانو د خوشي کولو په اړه د افغانستان حکومت د وروستي تصمیم د عملي کولو له پاره راتلونکي لازم ګامونه په هر اړخیز ډول و وارزول.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې د انس حقاني په ګډون د دریو جګپوړو طالبانو د آزادیدو اعلان وکړ، خو بیا وروسته دغې تبادلې صورت ونه موند.