1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه تر موافقې ژر کم کړي»

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

امریکایي او د ناټو چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر تر هغې مودې چې له طالبانو سره پرې موافقه شوې وه، لا وختي نزدې ۸۶۰۰ کسانو ته راټیټ شوی دی. یو لامل د سرتیرو په منځ کې د کرونا ویروس خپریدل دي.

https://p.dw.com/p/3cqEA
US Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Renneisen

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون یوه مهمه برخه د روان کال د جولای میاشتې تر نیمایي پورې ۸۶۰۰ ته په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو د شمیر راټیټول ول. په همدې تړون کې راغلي ول چې د شرایطو په پام کې نیولو سره بیا باید په دې هیواد کې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشتې پورې د امریکايي ځواکونو شمیر صفر ته ورسیږي.

خو په کابل کې دوو لوړپوړو سرچینو ویلي دي چې د ۸۶۰۰ ستیرو هدف ښايي د جون میاشتې تر نیمايي پورې ترلاسه شي. په دط ترتیب به نو امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر تر موافقې شوې نیټې مخکې دومره کم کړی وي.

دوو امریکایي چارواکو چې د نوم د نه خپریدو په شرط یې خبري کړي دي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ تنو ته نزدې شوی دی او ښايي په راتلونکو ورځو کې هدف ترلاسه شي.

یوه چارواکي ویلي دي: «د کوید-۱۹ ناروغۍ په اړه اندیښنو له کبله، موږ د ځواکونو د کمیدو بهیر تر موافقې په چټک سرعت پر مخ وړو.»

یوه بل امریکایي چارواکي بیا ویلي دي چې امریکا خپل تمرکز د غیر ضروري او د کرونا ویروس له لوړ ګواښ سره د مخامخو کسانو ایستلو ته اړولی دی. هغو ټولو څلور سرچینو چې پر دې موضوع یې له رویترز خبري آژانس سره خبرې کړي دي غوښتي دي چې نومونه یې وا نه خیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي ول چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۷۰۰۰ ځواکونه میشت دي. خو بیا د دې هیواد نورو چارواکو روښانه کړه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر تر ۸۶۰۰ یو څخه لوړ دی.

دونالد ترمپ یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې غواړي له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، خو هغه روښانه کړې ده چې د دې کار له پاره کومه ځانګړي نیټه په پام کې نه لري.

(m.j/n.z(Reuters