1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچينې: د نوي حکومت مشري به ملا برادر کوي

۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه

رويترز خبري آژانس ليکي چي د طالبانو درو سرچينو ويلي دي چي د افغانستان د نوي حکومت مشري به ملا برادر کوي.

https://p.dw.com/p/3zr5U
Afghanistan | Mullah Baradar Akhund
انځور: Social Media/REUTERS

په دغه خبر کي راغلي دي چي د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب او محمد عباس ستانکزی به د حکومت ارشد چارواکي وي.

د ځينو نا تائيد سويو راپورونو له مخي ويل کيږي چي طالبان به نن د جمعې ورځي تر لمانځه وروسته نوی حکومت اعلان کړي، خو طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عباس ستانکزي دوې ورځي مخکي له بي بي سي سره په يوه مرکه کي ويلي ول چي ډېر ژر به نوی حکومت اعلان سي.