سروې: په افغانستان کې د ماشومانو ودونه کم شوي
۱۳۹۷ مرداد ۸, دوشنبهدغه سروې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف او د افغانستان د حکومت د اړونده وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ خپره شوې، پکښې راغلي دي چې دغه موضوع لا هم د یوه چیلنج په توګه پاتې ده.
په افغانستان کې د یونیسیف استازي ادیل خدر ویلي: «د ټولنې بیلا بیل لوبغاړي باید په نورو اقداماتو لاس پورې کړي، څو دا هدف ترلاسه شي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې په ماشومتوب کې ودونو ته د پای ټکی کښیودل شي.»
دغه څیړنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شوې ده. په افغانستان کې د قانون له مخې نارینه په ۱۸ کلنۍ کې او ښځې په ۱۶ کلنۍ کې واده کولی شي. خو یونیسیف د نړیوال کنوینسیون له مخې تعریف شوی د ماشومتوب واده هغه یو واده یادوي چې تر اتلس کلنۍ کښته وي.
د دغي څیړنې له مخې ۴۲ سلنه هغه کورنۍ چې ترې پوښتنې شوي لږ تر لږه د کورنۍ یوه غړي یې تر اتلس کلنۍ کښته واده کړی وو. خو په دغه څیړنه کې د سیمې په پرتله د بلې سیمې په هکله ډیر توپیر موجود وو.
د بیلګې په توګه د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې چې لږ تر لږه د یوې کورنۍ غړي تر اتلس کلنۍ په کم سن کې واده کړی وو دغه سلنه ۲۱ ته رسیده او په پکتیا کې بیا دغه سلنه ۶۶ ته رسیده.
زموږ له آرشیف څخه: