1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سختې ګرمۍ هند او پاکستان کې د برېښنا سمبالښت ځپلی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبه

په هند او پاکستان کې د ګرمۍ سخته څپه په برېښنا د خلکو سمبالښت ګواښي. د پاکستان په ډېرو ښارونو کې تر اتو ساعتو پورې برېښنا قطع وي.

https://p.dw.com/p/4AePX
Indien Hitzewelle | Straßenszene in Delhi
انځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

په داسې حال کې چې د پاکستان له ځينو ښارونو څخه تر اتو ساعتو پورې د برېښنا د قطع کېدو خبرونه خپريږي، د هند په نوي ډهلي کې چارواکو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې برېښناګوټونه او د برق بټۍ يې ښايي »له يوې ورځې کم وخت« فعال پاتې کېدای شي.

د هند په پلازمېنه کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل په ۲۹) د حرارت درجه له ۴۳ درجو سانتي ګرېد څخه لوړه شوه.

د هند د پلازمېنې د سيمه يزې ادارې چارواکی، آرويند کجريوال وايي چې »په ټول هند کې وضعيت ناوړه دی.«

نوموړي خبرداری ورکړ چې په روغتونونو او د نوي ډهلي په مترو کې د برېښنا قطع کېدل ښايي ډراماتيکې پايلې ولري.

Indien Hitzewelle | Feuer auf Mülldeponie in Delhi
د ګرمۍ په وجه اولګېدنې هم زياتې شوې ديانځور: Manish Swarup/AP Photo/picture alliance

د مارچ مياشتې راهيسې هند او پاکستان يو څو ځله لا دا ډول غيرعادي د ګرمۍ څپې تجربه کړې دي چې د تودوخې درجه پکې د رېکارډ تر کچې يعې له ۴۰ درجو سانتي ګرېد څخه لوړه شوې وه.

دا مهال هم هوا ډېره ګرمه ده. څېړونکي په دې اند دي چې د ګرمۍ د څپو زياتېدل او سختېدل د اقليم په بدلون پورې اړه لري. 

آ./ن.ص./م.ک.ص.