1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستولتنبرګ: په افغانستان کې د سولې چانس ډیر دی

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي د سه شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله اوس د «سولې چانس» تر هر وخت ډیر دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونو زور اخیستی.

https://p.dw.com/p/37kdV
Afghanistan Kabul - Ashraf Ghani und Jens Stoltenberg
انځور: Reuters/M. Ismail

ستولتنبرګ دغه څرګندونې وروستې له هغې کړي چې وسله والو طالبانو د افغانستان په لویدیځ کې په یوه لیرې پرته سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته باندې برید کړی او ځایي چارواکي د ۲۰ عسکرو د وژل کیدو خبره کوي.

د فرانسې خبري آژانس د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع، له قوله لیکلي دي چې د تیرې شپې په دغه برید کې شل امنیتي ځواکونه لادرکه هم دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې له طالبانو بیرته سیمي ونیسي.

طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي يي دي چې شل عسکر یي وژلي او نور پنځه تنه یي ژوندي نیولي دي.

د تاوتریخوالي لمن پر پراخیدو سربیره د ناټو عمومي منشي افغانستان ته د خپل ناببره سفر په ترڅ کې نسبتا خوشبینه بریښي.

هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل: «د پخوانیو کلونو په پرتله اوس د سولې امکان لوی دی.» خو هغه یادونه وکړه چې «وضعیت لا هم جدي پاتې دی.»

ستولتنبرګ په دغه خبري کنفرانس کې وړاندې وویل چې طالبان باید پر دې پوهه شي چې د جګړې دوام بې معنی دی. هغه زیاته کړه: «موږ د افغانانو تر منځ او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته اړتیا لرو. او دا باید ټول شموله وي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ له کبله مننه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو «غوڅ ماموریت» د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې دنده پر غاړه لري.