1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستولتنبرګ: له افغانستانه د وتلو پريکړه په ګډه کوو

۱۳۹۹ مهر ۱۸, جمعه

د ترمپ تر هغه اعلان وروسته چي غواړي تر کرسمسه له افغانستان څخه ټول امريکايي ځواکونه ووځي، د ناټو عمومي منشي له متحدانو سره د ګډ وتلو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3jfFA
Brüssel Jens Stoltenberg NATO-Generalsekretär
انځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي وويل: «موږ به د راتلونکي له پاره ګډه پريکړه وکړو او چي وخت مناسب وي يو ځای به ووځو.»

هغه ويلي دي چي ناټو نه غواړي چي دغه هيواد [افغانستان] يووار بيا د تروريستانو په پټنځای بدل سي: «موږ به په ساحه کي شرايطو ته په کتو سره پريکړه وکړو، ځکه دا زموږ له پاره ډيره مهمه ده چي د افغانستان د راتلونکي له پاره خپل ماموريت ته ادامه ورکړو.»

امريکا متحده ايالاتو د روان کال په فيبروري مياشت کي له وسله والو طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ چي په ۱۴ مياشتو کي به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. طالبانو بيا منلې ده چي له نورو تروريستي ډلو سره به خپلي اړيکي شکوي.

له تيري مياشتي راهيسي د افغان حکومت استازي او وسله وال طالبان هم د خبرو ميز ته سره راټول سوي دي.