ستراوس کان په ضمانت بيرته خوشي شو
۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبهد امريکا څارنوالۍ، د قاضي له حکم سره سم موافقه وکړه چي د نړيوال وجهي صندوق پخوانی مشر چي د نيويارک د يو هوتل په چوپړي باندي په جنسي تيري کولو تورن دی، په ضمانت خوشي کړي.
په فرانسي کي د دي خبر له اوريدو سره لږ تر لږه د دومنيک ستراوس کان سياسي ملګري ټينګ باور لري چي نوموړي به بيرته د خپل هيواد سياسي ډګر کي بيا سر را پورته کړي.
«جين مري له ګيو» چي د ستراوس کان سياسي اڼديوال دي وايي چی هغه کسان چي فکر یي کاوه کان ختم شو، اوس علط ثابت شول.
په فرانسي کي نوموړی د خپل نوم په مخففDSK مشهور دي. مخکي له دي چي د جنسي تيري په تور زندان ته واچول شي، نوموړي د فرانسي د سوسيالستانو د ولسمشري د کانديديانو د لست په سر کي ځاي درلود.
له دغي پيښي څخه وروسته نه يواځي سوسيالستان ناهيلي شول، بلکه ډيري فرانسويانو هم چي د ولسمشر، نيکلا سارکوزي، له رياست څخه ناراضه دي خپلی هیلي له لاسه ورکړي.
خو اوس بيا د فرانسي د سوسيالست ګوند په تن کي سا پيدا شوه او ګمان کيږي چي هغه د اکتوبر په مياشت کي د فرانسي ولسمشري ته په هغه ډول کانديد کړي چي معمولا یی امريکايان کوي.
له مقرراتو سره سم هر کانديد بايد د جولاي تر 13 پوري خپل غوښتنليک وړاندي کړي.
دغه نيټه د ستراوس کان لپاره يو ستونزه ځان سره لري، ځکه ګمان نه کيږي چي امريکايي محکمه دي تر هغه پوري د هغه پر ضد د لګول شوي تور په هکله خپله فيصله صادر کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د کان نژدي ګوندي ملګری، ميشل سبان، فکر کوي چي کيداي شي سړي د غوښتنليک د وړاندي کولو ضرب الاجل ته بدلون ورکړي.
سبان ټينګ باور لري چي لا تر اوسه دومينک ستراوس کان په فرانسويانو ګران دی. نه يواځي په دي وجه چي هغه د ولسمشرۍ د نورو سوسيالست داوطلبانو په پرتله يو جذابه څيره ده، بلکه په دي وجه هم چي د هغه په هکله ډله ايزو رسنيو ناوړه قضاوتونه وکړل او اوس هغه بايد تلافي شي.
خو د فرانسي د ښيي اړخو افراطينو مشره، مري لي پين، لا تراوسه په دي نظر ده چي دومنيک ستراوس کان ټول اخلاقي معيارونه پښو لاندي کړي او د حکومت د مشري وړتيا نه لري.
په حقيقت کي د فرانسي سوسيالست ګوند له يو مصيبت سره مخامخ دی. هغوي ويره لري چي د وروستي جنسي تيري د تور په تعقيب د ستراوس کان د شخصي ژوند يو لړ نور جزييات بربڼد شوي دي چي ښايي دا د دغه ګوند حيثيت ته تاوان ورسوي.
له بلي خوا دغه ګوند له دي هم ويريږي چي که چيري خپله دراوزه د ستراوس کان پر مخ وتړي، ښايي ډيري فرانسوي رايي ورکونکي نا اميده کړي چی ګواکي ګوند له هغه سره جفا وکړه.
کريستوف وويوس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: مسعود جهش