ستاسو ليکونه موږ جوابونه
۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبهخو کله چي د ايتلاف رسمي تړون باندي خبري کيدې د مسيحي سوسيال ګوند چي آلماني مخفف يي CSU دی، مشر هورت زيهوفر ټينګار پر دي ؤ چي د ايتلاف نوم بايد مسيحي - ليبرال وي . هغه يو نوم چي د هغو ارښتنو ويندويي وکړي چي نوموړي ګوندونه اوصولا پري ايمان لري، خو له خپل ټولنيز ضد مالياتي سياست سره د تور- ژيړ د ايتلاف د نوموړي نوم د ارزښتونو نښه نښانه هم چا ونه وليدله. د ليبرال ديموکرات د ګوند مشر، ګيدو وستر ويلي چي په ايتلافي حکومت کي د بهرنيو چارو وزير دي، د خپل ګوند په يوي کلني غوڼدي کي څه موده مخکي له ليبرال پالو څخه حتي د يوي روحي - سياسي بدلون لپاره غږ وکړ. خو پوښتنه دا ده چي دغه بدلون کومي خواته درومي؟ د نوي دولتي واکمني په لور ، هغه چي ښاغلي وستر ويلي يي د يو اصل په توګه وړاندي کوي؟ هغه يو دولتي واکمني چي ماليه ورکول کي په کي ګستاخي ګڼل ! ګستاخي خو لا څه کوي، ګواکي څوک چي چمتو کيږي چي ماليه ورکړي لکه دا چي يو ناوړه عمل سرته رسوي.
د ښاغلي وسترويلي د نوي ليبرال تر شعار لاندي د طمطراقونو سره سره، نوي حکومت تراوسه پوري د عمل په ډګر کي څه نه دي ښکاره کړي. د هغه لومړي سل ورځي د ايتلافي ګوندونو په خپل منځي شخړو او د خپلو ملاتړ کونکو په خدمت کي تيري شوي ، هغه ملاتړ کونکي چي له ټاکنو خخه مخکي هغو ته د مالياتو د کمولو ژمني شوي وي. د هغو په جمله کي د هوتلونو خاوندان ځانکړي مقام لري چي ورته د عايداتي د مالياتو د کمولو وعده ورکړ شوي وه. سربيره پر دي د ميراث د ماليي کمول او د ستر عايد لرونکو لپاره د مالياتي آسانتياوي هغه نوري ژمني وي چي دغه اتيلاف کړي وه. د روغتيايي خدماتو په سياست کي بنسټيز بدلون د مسيحي - ليبرال د ايتلاف د تړون بله ژمنه ده. په خاصه توګه د ليبرال ديموکرات يا FDP د حکومت د واکمني په تيرو سل ورځو کي پاتي راغلي دي. د تعجب وړ خبره بايد نه وي چي د دغه ګوند محبوبيت ، د يوي نظرياتي پوښتني له مخي په سلو کي لس ته راټيت شوي دي. خو د دغه ايتلاف ستر اړخ يعني مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال (CDU/CSU) ګوندونو باندي هم تور لګول کيږي چي د حکومتوالي د تيرو مياشتو څخه يي په اغيزمنه توګه کار نه دي اخيستي او په خپلوډيرو ژمنو کي پاتي راغلي دي. په خاصه توګه هغوي نه دي توانيدلي چي د دولتي پورونو او د اقتصادي کړکيچ له ډنډ څخه د ډوبيدو د مخ نيوي لاره پيدا کړي. د دي پرځاي، د چا خبره، ليبرال ديموکرات د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو په پوزه کي کړي اچولي او هري خواته يي چه غواړي په خپله خوښه يي کشوي.
د حکومت مشر، انګلا مرکل اجازه ورکوي چي ليبرال ديموکراتان هر څه چي زړه غواړي هغه وکړي، لکه دا چي د ولس او خلکوپه وړاندي هيڅ ژمنه ونه لري، حال دا چي د حکومت د واګي د اخيستو په وخت کي يي ويلي ؤ چي هغه د «آلمان د ټولو خلکو صدراعظمه» ده.
هغه په دي هم ښه خبره ده چي ډيري خلک په دي هيواد کي د يوبل د لاس نيوي ، پيوستون او ټولنيز عدالت د يو سياست پلوي کوي، څرنکه چي يوي ورستي نظرياتي پوښتني هم د دي خپري پخلي کړي دي. خو د آلمان فدرالي حکومت د دي خبري پروا هم نه لري. هغه د مالياتو د کمولو سياست باندي ټينګارکوي، هغه يو سياست چي اوس يو شمير محافظ پال کار پوهان يي هم غلط ګڼي.
په بهرني سياست کي د آلمان د نوي ايتلافي حکومت لومړي مياشتي د افغانستان د کندز ولايت د يوي هوايي ببماري په شخړي باندي تيري شوي. هغه يوه شخړه چي د انګلا مرکل د کابيني يو وزير، فرانس يوزف يونګ چي په پخواني حکومت کي يي د دفاع وزارت مسووليت په غاړه درلوده، له خپلي نوي مقام څخه استعفاء ته مجبوره کړ.
لنډه دا چي د نوي ايتلافي حکومت د واکمني د لومړي مياشتو لاره ډيره کنډ او کپره وه. آن دا چي د لندن د افغانستان د کنفرانس څخه لږ څه مخکي انګلا مرکل او د هغي دري وزيرانو کابو په يو وخت کي دري مختلف مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړل تر څو په اصطلاح د افغانستان په وړاندي د فدرالي حکومت د ګډي ستراټيزي پيغام عام خلکو ته ورسوي، دا په خپله د دغه ايتلافي حکومت په دننه کي د نه همآهنګي ښکارندوي دي.
د تبصري ليکونکي: بيتينا مارکس په پاي کي وايي:
نه ! نه ! د آلمان د نوي ايتلافي حکومت لومړي سل ورځي قناعت بښونکي نه وي. په دي وجه سخته ده چي په دغه حکومت باندي په راتلونکو درنيم کلونو کي چي د واکمني موده يي پاتي ده، سړي باور او اعتماد وکړي.
بيټينا/ باري حکيم
کتونکی : محمد قاسم نوري