ستارباکس په اروپا کې ۲۵۰۰ مهاجر په کار ګوماري
۱۳۹۶ خرداد ۳۱, چهارشنبهد دغه لوی نړیوال شرکت ادارې د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۰) اعلان وکړ چې په راتلونکو پیځو کلونو کې به ۲۵۰۰ تنه مهاجرو ته د دغه شرکت په نمایندګیو کې کار وکړي.
د دغې لویې کمپنۍ د معلوماتو پر بنسټ دغه شمیر کارګر مهاجر په اروپا کې د «ستارباکس» د کارمندانو د مجموعي شمیرې چې ۳۰ زره تنه دی، ۸ سلنه برخه تشکیلوي.
ټاکل شوی ده چې د کارګرانو دغه نوې ګمارني به په اتو اروپایې هیوادونو کې د هغو له جملې څخه آلمان، اتريش، سويس، هالند، فرانسه، لویه بریتانیا، هسپانیا او پورتګال کې ترسره شي.
دغه پروژه د نوموړي نړیوال شرکت د کاري فرصتونو د رامنځته کونې طرحې یوه برخه ده. د یادې طرحې له مخې د نړۍ په ۷۵ هیوادونو کې ۱۰ زره مهاجر باید د ستارباکس د قهوې په پلونځایونو کې د کار تړون ترلاسه کړي.
نوموړي شرکت د روان کال د جنوري په میاشت کې اعلان کړی وو چې په خپلو نمایندګیو کې به یو شمیر مهاجرو ته د کار زمينه مساعده کړي.
ستارباکس د خپل دې اقدام له امله په انټرنټي او ټولنیزو شبکو کې له اعتراضونو او حتی د بندیزونو له ګواښونو سره مخامخ شوی دی.