1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سارا خان: «د افراطيت پر ضد مباره کي مېرمني ځانگړي نقش لري»

۱۳۹۷ دی ۱۱, سه‌شنبه

د بریتانیا د کورنیو چارو په وزارت کې د افراطيت پر ضد کمیسیون مشرې سارا خان له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې دا وضع کړې چې څرنګه دوی له افراطيت سره مبارزه کوي او دا چې ولې هغه په خپله د افراطيت هدف ګرځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/3ArAC
Großbritannien Sara Khan
انځور: DW/Nermin Ismail

د بریتانیا د کورنیو چارو په وزارت کې د افراطيت پر ضد کمیسیون مشرې سارا خان له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې دا وضع کړې چې څرنګه دوی له افراطيت سره مبارزه کوي او دا چې ولې هغه په خپله د افراطيت هدف ګرځیدلې ده.

د ۲۰۱۸م کال په جنوري میاشت کې د بریتانيا لومړۍ وزیرې تیریسا مې، د افراطيت پر ضد مبارزې کمېسيون دنده په کورنیو چارو وزارت کې سارا خان ته وسپارله. خو دا چې سارا خان په بریتانیا کې څرنګه له افراطيت سره مبارزه کوي، هغې په دې هکله دویچه ویله ته وویل چې افراطيت یوه ټولنیزه ستونز ده او له دې امله د مبارزې په هکله یې ټولنیز حل ته اړتیا وي. په دې برخه کې د ښوونځیو، حکومت، مدني ټولنو او مذهبي مشرانو په ګډون ټول مهم دي. موږ تر اوسه پوري له ټولني څخه په دې برخه کې د حل لار نه ده موندلې نو له همدې کبله موږ د همدې هدف له پاره کار کوو. ساراخان وايي چې دغه کمیسیون نوی دی نو له همدې امله يې لومړی کار عامه پوهاوی دی.

تاسې کوم اساسي هدفونه تعقیبوئ؟

ساراخان: لومړی هدف دا دی چې موږ بهر ولاړ شو او له خلکو سره په اړیکه کې شو. زه په انګلستان او ویلز ښار کې تر اوسه پورې ۳۰ کلیو او ښارونو ته تللې یم. ما په دې برخه کې له زرونو اکادمیسیانو، د مدني ټولنو له ډلو او له حکومتي چارواکو سره کتلي دي څو د دغې ستونزې په هکله لا ډیر معلومات ترلاسه کړم.

Großbritannien Sara Khan
انځور: DW/Nermin Ismail

«د افراطيت د تاکتیکونو پلټنه»

دوهم هدف مو د یوې مطالعې دی. موږ تر اوسه پورې داسې جامع تحلیلي او تحقیقاتي مطالعه نه لرو چې موږ ته د دې ستونزې یو کلي تصویر په لاس راکړي. موږ په دې برخه کې د خلکو د لیدلوري غوښتنه کوو، موږ غواړو په دې توګه د سخت دریځو کسانو په تاکتیکونو باندې ځان وپوهاوو او دا چې دوی کوم زیانونه اړوي. موږ د دې هدف له پاره د سلا مشور یو مرکز هم پرانیستی دی. په دې برخه کې هغه څه چې مهم دي هغه ممکنه ترلاسه کیدونکي ځوابونه دي. موږ غواړو په دې برخه کې وړاندیزونه وکړو او یو جامع پروګرام طرح کړو.

کله چې د سخت دریځۍ خبره مطرح کیږي، نو د بریتانیا پر وړاندې کومې ستونزې پرتې دي؟

په بریتانیا کې د افراطيت بیلابیل ډولونه موجود دي. خو په دوی کې ځینې یې ډیر مهم دي او د نورو په پرتله ډیر خطر او ګواښ پیښوي. موږ په بریتانیا کې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د مخ پر ډیریدونکي ښي اړخیتوب شاهدان یوو. په دې برخه کې اسلامي سخت دريځي هم یو مهم بحث دی. موږ په بریتانیا کې یوازې په ۲۰۱۸م کال کې د پنځو ترهګریزو پیښو شاهدان وو چې له ډې ډلې څخه څلور یې له اسلامي سخت دريځۍ انګیزه اخیستې وه او یوه بله یې بیا پر ښي اړخو سخت دریځو پورې تړلې وه. سربیره پر دې په بریتانیا کې چپ اړخي سخت دریځي، د سکانو او یهودانو په ټولنو کې هم افراطي ډلې موجودې دي.

Rechtsrock-Konzert in Thüringen
انځور: picture-alliance/dpa/S.Haak

دغه باور چې افراطيت یوازې په اسلام پوري تړلی دی، دا فکر اساساً سم نه دی. افراطيت ښايي په هره سیاسي مفکوره او مذهبي ډله کې ریښې ولري او دغه څه کولی شي د نړۍ په هره برخه کې هره ډله اغیزمنه کړي. نن ورځ په ټوله نړۍ کې سخت درځي مخ پر ودې ده. په آلمان کې نوي نازیان، په هندوستان کې ملتپاله هندوان او یا اسلامي افراطیان د غوړیدو په حال کې دي. 

دغه ټولي افراطي ډلې څه مشترکات لري؟

ډيري افراطي ډلي «موږ» د «نورو پر ضد» مفکورې او افکار عاموي. د نورو ډلو پر ضد نفرت ډیر شوی او توکم پالنې هم وده کړې ده. سخت دریځي ډلې په نړیوال بشري حقونو باور نه لري. دوی پر نورو خلکو له دې کبله برید کوي چې له دوی سره تفاوت لري. له همدې کبله موږ باید د بشري حقونو، د ټولو انسانانو له پاره د مساوات او برابروالی او همدا راز د کثرت ګرايي ننګه او دفاع وکړو.

په دې برخه کې د مبارزې له پاره میرمنې څه نقش لوبولی شي؟

د ښځو غښتلي کول د ټول هیواد له پاره ښه نتیجه لري. معمولاً میرمنې د افراطيت پر ضد مبارزه کې تر ټولو قوي مبارزي دي، ځکه چې دوی د افراطي افکارو اغیز په خپلو کورنیو کې ویني. زه تل داسې میرمنې وینم چې ډیري باجرأته دي.

«له افراطي افکارو د ماشومانو ساتنه»

موږ د مسلمانو میرمنو له پاره په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه درلودل چې پکې مو دوی ته د بیلګې په توګه د یو شمیر استدلانونو پر ضد مذهبي مقابل دلایل وړاندي کړي دي. په دې برخه کې د میرمنو ګډون په ټوله کې پر جامعه باندې هم مثبت اغیز لري.

په ۲۰۱۵م کال کې هغه وخت چې داعش د خپل خلافت اعلان وکړ، موږ د دغي ډلي پر ضد یو کمپاین عملي کړ. په دې کمپاین کې میرمنو او ميندو مهم نقش لاره. موږ دوی ته داسې موارد په لاس ورکړل څو دوی له دغه راز افکارو خپل ماشومان خوندي وساتي. کله چې دوی یوه امام ته ورځي او دغه امام نفرت خپروي، دوی باید دغه څه له پامه ونه غورځوي، بلکې د دې پر ځای دوی باید په دې برخه کې اقدام وکړي.