1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلینسکي له خلکو وغوښتل چې دونیتسک ښار ژر تخلیه کړي

۱۴۰۱ مرداد ۹, یکشنبه

اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل هېواد خلکو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې بریدونه به ډېر ژر زیات شي. نوموړي د دونیتسک له اوسېدونکو وغوښتل چې ژر تر ژره له سیمې ووځي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/4Ev7y
Ukraine Kiew | Wolodymyr Selenskyj, Präsident
انځور: Ukrainian Presidential Press Off/Planet Pix via Zuma/picture alliance

د اوکراین ولسمشر په یوه ویډیويي پیغام کې چې د (جولای په ۳۰مه) د شنبې په ماښام خپور شو، له ټولو هغو کسانو چې لا هم د اوکراین په ختیځ کې د دونیتسک په سیمه کې دي، وغوښتل چې ژر تر ژره له دغو سیمو ووځي.

هغه وویل: »په دونباس کې د لسګونو زرو ماشومانو په ګډون  په سلګونو زره خلک له دغې سیمې څخه له وتلو ډډه کوي.« نوموړي زیاته کړه: »باور وکړئ! څومره چې خلک له دونیتسک څخه وځي، هغومره د روسیې پوځ لږې وژنې کولی شي.»

زلسنکي همداراز خبرداری ورکړ چې په دې سیمه کې به د روسیې بریدونه ډېر ژر شدید شي او جګړه به لاپسې پراخه شي.

تر دې مخکې د اوکرایین حکومت په جګړه کې د ګازو د رسولو شبکې ویجاړېدو او په راتلونکو میاشتو کې د ساړه موسم رارسېدو ته په اشارې سره د دونیتسک سیمې له اوسیدونکو غوښتي وو چې له خپلو استوګنځایونو ووځي.

زلسینکي په خپل ویډیويي پیغام کې ټینګار کړی دی چې هغه به له هغو سیمو د ملکي وګړو د ایستلو له پاره له ټولو لارو کار واخلي چې تر اوسه د روسیې له خوا نه دي نیول شوي.
هغه یو ډول په شکایت سره زياته کړه چې يو شمېر اوسېدونکي لا هم په سيمه کې پاتې دي: «ووځئ، موږ به مرسته وکړو.«

زلسینکي: روسیه یو ترهګر حکومت دی

د اوکراین ولسمشر د شنبې په شپه په خپل ویډیويي پیغام کې یو ځل بیا د روسیې حکومت ترهګر وباله او ویې ویل: »که امریکا د روسیې حکومت د یوه تروریستي حکومت په توګه و ارزوي، ټول شریکان به یې له دغه هېواد سره اړیکې پرې کړي.«

زیلینسکي د اولینیوکا په زندان کې د اوکراین د جنګي بندیانو وژنه چې په دونیتسک سیمه کې د بیلتون غوښتونکو یاغیانو لخوا نیول شوي په کلکه وغندله. روسیه وايي، دغه بندیان د اوکراین د راکټونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

 اوکراين د روسيې دا ادعا ردوي او وايي روسي ځواکونو د بنديانو د شکنجې او وژلو د شواهدو د پټولو له پاره زندان بمبار کړ.