1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلینسکي: روسیې تر ۵۰۰ ډېر توغندي توغولي دي

۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پر روسیې او اوکراین غږ کړی چې د وروستیو بریدونو او ملکي تلفاتو په اړه له زغمه کار واخلي. زلنسکي بیا ویلي چې روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین ۵۰۰ توغندیز او هوایي بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4apH4
Volodymyr Zelensky
روسیې په وروستیو ورځو کې په سلګونو توغندي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې ګڼ کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.انځور: AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر فولکر ترک، دفتر د سه شنبې په ماښام په ټولنیزې رسنۍ ایکس ( پخواني ټویټر) لیکلي: «په اوکراین او روسیه کې په لسګونو ملکي وګړي د دښمنۍ په زیاتیدو سره وژل شوي دي.»

نړیوال بشردوستانه قانون پر ملکي تاسیساتو بریدونه منع کوي. فولکر ترک د ملکي وګړو د ساتنې او د نړیوالو قوانینو د رعایت له پاره د «تاوتریخوالي کمولو» سمدستي غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ډیرشوي دي. د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په وینا، روسیې په وروستیو ورځو کې په سلګونو توغندي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې ګڼ کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.

هغه په ​​ایکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «په تیرو پنځو ورځو کې، دښمن لږترلږه ۵۰۰ توغندي او ډرون د اوکراین په لور توغولي دي.» هغه د انګلستان له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د خپل هیواد د هوايي دفاعي سیسټم د ملاتړ له امله مننه وکړه. نوموړي ویلي د بریتانیا له لومړي وزیر سره یې ټیلفوني خبرې کړي.

هغه په ​​ټویټر لیکلي چې د برتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د اوکراین د  هغو قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه چې د کریسمس په ورځ د روسیې په «وحشیانه هوایی بریدونو» کې ټپیان یا وژل شوي دي.

Ukraine | Russland Ukraine Krieg | Angriff auf Charkiw
روسیې په وروستیو ورځو کې په سلګونو توغندي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې ګڼ کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.انځور: Sofiia Gatilova/REUTERS

 سوناک وویلي: «بریتانیا  به په ۲۰۲۴ کال او تر هغې وروسته د تیري او اشغال په وړاندې مبارزه کې د اوکراین تر څنګ ودریږي.»

د چارواکو په وینا، د روانې اونۍ په پای کې د روسیې  په بلګراد ښار کې د اوکرایني ځواکونو په بمباریو  کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. دا په نږدې دوه کلنه جګړه کې د روسیې لپاره تر ټولو لوی ځاني زیان دی. ولادیمیر پوتین، چې ادعا کوي روسي ملکي وګړي وژل شوي، پر اوکراین د بریدونو د ډیروالي اعلان کړی.

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل نیږدې دوه کاله تېر شول. د روسیې پوځ، د نوي ۲۰۲۴م کال له پیل مخکې بریدونه دا په ډاګه کوي چې له هرې خوا د خپل ګاونډي هېواد هر کونج په نښه کولای شي.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟