1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلینسکي د اوکراين وګړي سخت ژمي ته چمتو کوي

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زیلینسکي خپل د روسیې شديدو بريدونو ته په کتو سره خپل هېواد وال يوه سخت ژمي ته چمتو کوي.

https://p.dw.com/p/4KBEm
Ukraine humanitäre Hilfe und die Kriegsschauplätze
انځور: Narciso Contreras/AA/picture alliance

ولاديمير زلنسکي په خپل ورځني ویډیویي خطاب کې ويلي دي چې روسیه به تر هغه وخته ارامه نه کښيني، چې توغندي ولري. د اوکرایین د بریښنا او حرارتي بریښنا پر فابریکو باندې د روسیې هدفي بریدونو ته په پام سره، زیلینسکي په اوکراینیانو غږ وکړ چې متحد شي. نوموړي وويل، هغه خلک چې مرستې ته اړتیا لري، باید د  کال د سوړ موسم په بهير کې ورسره ځانګړې مرستې وشي. په دغه سړه هوا کې ډیری اوکرایني کورنۍ په موقتي توګه یا حتی په بشپړه توګه بريښنا، د تودوخي وسايلو او اوبو ته لاس رسی نه لري.