1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زیلنسکي د جرمني پارلمان د فیصلې ستاینه وکړه

۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه

د اوکراین جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي په تاکید سره د جرمني د پارلمان د دې فیصلې هرکلی کړی، د کومي پراساس چي «هولودومور- Holodomor د عام وژني په حیث درجه بندي سو.

https://p.dw.com/p/4KKw9
Abstimmung und Gedenken an Holodomor
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

دغه اصطلاح «د لوږي په واسطه وژلو» معنی ورکوي. دلته ۹۰ کاله دمخه د پخواني شوروی اتحاد رهبرۍ  په هدفمند او قصدي ډول سره په اوکراین کي لوږي او قحطۍ ته لمن وهلې وه، د کوم په واسطه چي تر څلورو ميلیونو پوري انسانان مړه سول.

زیلنسکي په خپل ورځني ویدیويي پیغام کي دا نړۍ ته یو مهم زیګنال او د عدالت او حقیقت بیانولو په لار کي یو عالي تصمیم وباله. د جرمني پارلمان پرون ماښام د دې مطابق یو پریکړه لیک په لوی اکثریت سره ومانه.