1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي واشنګټن ته سفر کوي

۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

په اوکراین کي د جگړې له پیل راهیسي دا اول وار دی چي د دغه هیواد ولسمشر ولودیمير زیلنسکي بهر ته سفر کوي. زیلنسکي یو وار بیا د روسانو له خوا د ټولو نیول سوو سیمو پر بشپړ آزادولو ټینگار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LGOG
Krieg in der Ukraine
انځور: The Presidential Office of Ukraine/picture alliance

تمه کیږي چي د روسیې د تهاجمي جگړې له پیل راهیسي به نن چهارشنبه (دسمبر ۲۱ مه) د اوکراین ولسمشر ولودیمير زیلنسکي امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د رسنیو د رپوټونو له مخي د امریکا حکومت دا خبر تایید کړی دی. زیلنسکي ته به د نورو تر څنگ په سپينه ماڼۍ کي د جو بایدن له خوا هرکلی وسي او هغه به د امریکا متحده ایالاتو کانگرس ته هم وينا وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې لیرې سوې رئیسې، نانسي پلوسي د سه شنبې په ورځ په یوه لیک کې د پارلمان له غړو څخه وغوښتل چې په واشنګټن کې د چهارشنبې په پارلماني غونډه کې په شخصي توګه حاضر سي. هغې په دې اړه کوم ښکاره دلیل وړاندي نه کړ او یوازي یې ولیکل چي په کانگرس کي یوه غونډه جوړیږي چی موضوع به یې په خاصه توگه پر «دیموکراسي» راوگرځي.

Nancy Pelosi
د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې لیرې سوې رئیسه نانسي پیلوسيانځور: J. Scott Applewhite/AP/picture alliance

بایدن غواړي د دغي لیدني کتني په ترڅ کي خپل اوکرایني سیال ته څرگنده کړي چي د امریکا متحده ایالات به اوکراین ته د پاټریوت په نوم دافع هوا سیستم ولیږي. د کارپوهانو په حواله به دغه سیستم پر اوکراین باندي د روسیې بریدونو ته تغییر ورکړي. هغه کولای سي له ډیر لیري واټن څخه الوتکي، کروز توغندي، ډرونونه او یا هم نور توغندي دفع کړي. مسکو څو وخته مخکي د پاټریوت له لیږدولو څخه خبرداری ورکړی وو. 

د نومبر مياشتي په پای کي د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، دمیترو کولیبا په بخارست کي له خپلو ناټو همکارانو سره د یوې لیدني کتني په ترڅ کي ویلي ول چي د هغه د هیواد پر زیربنايي تاسیساتو باندي د روسیې له خوا بریدونو ته په کتو سره، پاټریوت ته تر ټولو زیاته اړتیا لیدل کیږي.

د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراین باندي د روسیې د برید له پیل راهیسي، دا بهر ته د ولسمشر زیلنسکي لومړنی ښکاره سفر دی. زیلنسکي د بایرن په الماو او یا هم د ملگرو ملتونو په غونډه کي د برخه اخیستو له پاره په ډیجیټال یا مجازي ډول گډون کړی وو.

د ولسمشر ولادیمیر پوتین برعکس چي تر اوسه پوري یو وار هم د جگړې کرښي ته نه دی ورغلی،  نوموړي ولسمشر بیا جگړه ځپلو سیمو ته ډیر سفرونه کړي دي.

زیلنسکي: ټول اوکراین به آزاد کړو

زیلنسکي د سه شنبه په ورځ د اوکراین په ختیځ کي تر ټولو جگړه ځپلي ښار باخموت ته سفر وکړ. څو ساعته وروسته یې په خپله ویډیويي وینا کي یوار بیا د روسانو له خوا اشغال سوو ټولو سیمو پر آزادولو ټینگار وکړ.

Ukraine-Krieg - Bachmut
په باخموت کی اوکراییني عسکر د جگړې پر مهالانځور: Libkos/AP/dpa/picture alliance

زیلنسکي وویل: »دا زموږ د لوهانسک سیمه ده، دا د اوکراین جنوب دی، دا زموږ کریمیا ده«. زیلنسکئ زیاته کړه: »اوکراینیان به خپل ټاټوبی دښمن ته پرې نه ږدي. روسیې د نړیوالو قوانینو په سرغړونی سره دغه سیمي له خپلي خاوري سره یوځای کړي دي.

د خپل هیواد ختیځ ته د سفر په ترڅ کي هغه سوځیدلې مځکه، ورانۍ، دردونه او هدیرې ولیدلې، آیا دا په اصطلاح د روسیې له خوا امنیت دی.

په کیف کي د لوی درستیز د معلوماتو له مخي له باخموت څخه د زیلنسکي تر لیدني وروسته یو وار بیا سختي نښتي رامنځته سوي دي. خو د هغه دا ډول ادعا په خپلواکه توگه نه ده تأیید سوې.

GP/NZ/DW.Online