1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: د روسیې غوښتنې اوس «واقع بينانه» بريښي

۱۴۰۰ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د اوکراين ولسمشر ويلي دي چې له روسیې سره د سولې خبرې اترې اوس د پخوا په پرتله «ډېرې واقع بينانه» او مثبتې بريښي. نوموړی نن د امريکا کانګرس ته هم وينا کوي.

https://p.dw.com/p/48Yjy
Ukraine-Konflikt | Präsident Selenskyj trifft sich mit drei EU-Regierungschefs in Kiew
انځور: Ukrainian Presidential Press Office via AP/picture alliance

پر اوکراين د روسیې د بريد اوس کابو درې اونۍ اوړي او اوس هم په يو شمير ښارونو کې جګړه روانه ده. د چهار شنبې په سهار په ډېرو ښارونو کې د احتمالي بمبارۍ څخه د خلکو د خبرولو په موخه د خطر زنګ وغږول شو.

بل لوري ته پلازمينه کيف هم د هوايي بريدونو هدف دی او په ښار کې پر ګرځيدو بندیز دی. د تېرې ورځې په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي ول. اوکرايني چارواکو ويلي چې د سه شنبې په ورځ د هېواد په دويم ستر ښار خارکيف کې ځواکونو د روسي عسکرو د پرمختګ مخه نيولی ده.

د ملګرو ملتونو په حواله د فيبرورۍ پر ۲۴مه نېټه د جګړې له پېل راهيسې تر اوسه هر ورځ کابو ۷۰ زره ماشومانو کډوال کيږي.

د سولې په خبرو کې پرمختګ

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ويلي دي چې له اوکراين سره د توافق ځيني فورمول بندۍ نهايي کيدو ته نزدې شوي دي. د روسیې له آر بي سي نيوز سره د خبرو پر وخت لاوروف وويل که څه هم چې له اوکراين سره د سولې مذاکرات آسان نه ول خو يوه جوړجاړي ته د رسیدو تمه شته ده.

نوموړي وويل: «ماته زموږ د مذاکراتي ډلې د ارزونو له لارې لارښوونه کيږي. دوی وايي چې دغه مذاکرات د ځینو څرګندونو دلايلو پر اساس آسان نه دي. خو سره له دې هم يوه جوړ جاړي ته د رسېدو هیله شته.»

هغه وويل چې لانجمن ټکي يې يوازې د اوکراين د بې پرېتوب مسئله نه ده، بلکې په هېواد کې د روسي ژبې استعمال او هغه څه دي چې نوموړي د بيان د آزادۍ مسئله وبلله.

DW Still Ukraine: Made homeless by shelling in Kyiv
انځور: Matthias Boelinger/DW

 د سه شنبې په ورځ د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي هم د اوکراين او روسیې د استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د څلورم پړاو په ترڅ کې د ځینو پرمختګونو څخه خبره وکړه. نوموړي وويل چې خبرې اترې اوس د مخکې په پرتله «ډېرې واقع بينانه» ښکاري.

د مهاجرو يو مرکز د روسیې په توغنديو لګېدلی

د چاروکو په حواله د اوکراين جنوبي ښار زاپروږا چې د محاصره شوي ښار ماريوپل څخه د تښتيدلو په زرونه کسانو له پاره يو پټنځای ګرځيدلی دی، د چهارشنبې په ورځ د روسي ځواکونو د توغنديو ښکار شوی دی.

د سيمې ښاروال اليکساندر شتاروک د تليګرام له لارې ليکلي: «په زاپروږا کې په لومړي ځل ملکي هدفونه په نخښه شوي دي.» خو نوموړي زياته کړې ده چې دې بريدونو تلفات نه درلودل.

زاپروږا د ماريوپل ښار په شمال لوېدیځ کې د کابو ۲۳۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی. د مرستندويانو په حواله ماريوپل ښار چې خلک یې اوبو، برېښنا او خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري، له يوه بشري بحران سره مخ دی.

خو روسیه د ملکي اهدافو په نخښه کول ردوي.

زيلنسکي به د امریکا کانګرس ته وينا وکړي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي به نن، چهار شنبه (۲۰۲۲م کال د مارچ مياشتې ۱۶مه نېټه) د امريکا کانګرس ته د ويديو له لارې وينا وکړي. نوموړي څه موده مخکې هم د امريکا کانګرس ته وينا کړې او دا به یې په يوه لنډه موده دويمه وينا وي.

د معلوماتو په حواله به د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن د زيلنسکي تر وينا وروسته له اوکراين سره د نورو ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو د مرستې اعلان هم وکړي.

Belgien NATO l Generalsekretär Stoltenberg in einer PK
انځور: Kenzo Tribouillard/AFP

بل لوري ته د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ويلي دي چې هیڅوک هم د ناټو او روسیې د مستقيم مخامخيدو غوښتونکي نه دي. هغه وويل چې پر روسيې لګيدلی بندیزونو لا تر مخه مسکو ته دومره زيان رسولی دی چې کريملن یې تصور هم نه وو کړی.

د ناټو د دفاع وزيرانو ځانګړې غونډه

د ناټو د غړيو هيوادونو د دفاع وزيران د چهار شنبې په ورځ په بروکسل کې سره راټول شوي څو د اوکراين او روسیې د کړکېچ په اړه د يوې بيړنۍ ناستې په ترڅ کې خبرې اترې وکړي.

د ديپلوماتيکو سرچينو په حواله د ناټو قلمرو ته د دې جګړې له خوا متوجې ګواښونو ته په کتو سره به د روسیې د پرمختګ د مخنيوي له پاره پر ممکنه انتخابونو خبرې وشي. په نظر کې په نيول شوي اقداماتو کې د اروپا په ختيځ کې د دافع هوا توغنديو او سيسټمونو ځای پر ځای کول شامل دي.

په پام کې ده چې د اوکراين د دفاع وزير به د ويډيو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

اوکراين د يوه بل روسي جنرال د وژل کيدو خبر ورکړی

د اوکراين حکومت د روسیې د پوځ د څلورم لوړپوړي افسر د وژل کيدو خبر ورکړی دی. د اوکراين د کورنيو چارو وزارت مشاور انتون ګيراشينکو ويلي دي چې روسی جنرال اوليګ متيايف د سې شنبې په ورځ د ماريوپل په شا او خوا کې د نښتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

ګيراشينکو زياته کړې ده چې متيايف ۴۶ کلن وو او يو پوځي قوماندان وو چې د سوریې په جګړه کې هم ښکيل وو.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, Reuters)