1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

زيلنسکي: د روسيې په حمله کې ۴۱ کسان مړه او ۱۸۰ ټپیان دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر ويلي دي چې د دغه هيواد پر مرکزي ښار پولتاوا د روسي ځواکونو په حمله کې ۴۱ کسان وژل شوي او تر ۱۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. زيلنسکي ویلي دي چې پر دوو بالستيک توغنديو کې یو هم یو تعلیمی مرکز په نخښه کړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4kE8D
د اوکراین ولسشمر ولادیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر د سپتمبر په ۳مه وویل چې روسيې پر دوو بالستیک توغنديو د اوکراین په مرکزی ښار پولتاوا کې بریدونه کړي ۴۱ کسان مړه ديانځور: president.gov.ua/en

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۳) پر تلیګرام لیکلي چې دوو بالستيک توغنديو «یو تعلیمي انستيتوت او سیمې ته نژدې یو روغتون» په نخښه کړی دی.

زیلنسکي زیاته کړه ده چې په دغه حمله کې د مخابراتو انستيتوت ودانۍ له منځه تللې ده.

هغه وویل: «موږ به د نړۍ په سطحه له هر لور څخه خپلو غوښتنو ته ادامه ورکړو چې د دغه تروریزم د درولو توان لري.»

پر ټولنیزو رسنیو داسې ناتائید شوي انځورونه لاس پر لاس کېږي چې د یو څو پوړیز ساختمان مخې ته د مړو پراته جسدونه پکې ښودل کيږي. دغه ساختمان چې په بريد کې سخت زیانمن شوی دی، ويل کيږي چې د پوځ د مخابراتو د انستيوت او په پولتاوا کې د کیف پولي تخنیک ودانۍ ده.

د اوکراین د کورنیو چارو وزير ایهور کلیمینکو په خبره لږ تر لږه ۲۵ کسان له ګنډوالو ژغورل شوي دي. زیاته شوې ده چې د چاودنو د شدت له کبله د نژدې ساختمانونو کړکۍ ماتې او ساختمانونو ته زیانونه اوښتي دي.

اوکراین چې له دوو کلونو زیات وخت راهیسې د روسيې له بشپړو اعیارو تهاجمي حملو سره مخ دی، د خپلو غربي متحدینو د درنو وسلو او دافع هوا سیستم پر اکمالاتو متکي دی.

زیلنسکي په دغه موده کې تقریباً هره ورځ پر خپلو متحدینو کیف ته د لا ډيرو اکمالاتو غږ کړی دی، تر څو ېې د روسيې د حملو پر وړاندې له اوکرایني ښارونو په لا ښه وجه حفاظت کړی وي.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب