زورولې زلزلې په فیليپین کې ځاني او مالي زیانونه اړولي
۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبهفيليپيني چارواکو ويلی دي چې د زلزلې مرکز د ابرا ایالت غرني سيمه ده.
زياته شوې چې د سلونو کورونو او بيلډونګونو دیوالونو کې درزونه رامنځ ته شوي دي. په ابرا کې د دغو ساختمانو په ډله کې د فيلیپین د ولسمشر بنګ بونګ مارکوس د دفتر ساختمان هم شامل دی. ولسمشر په یو خبري کنفرانس کې وويل چې د زلزلې پر وخت په خپل دفتر کې وو او زیاته ېې کړه چې زلزله «ډيره قوي وه.»
په ابرا ښار کوټي کې د محافظت یو افسر، میخایل بريلانتس اسوشتید پریس ته وويل چې هغه داسې احساس وکړ چې دا تر ټولو قوي زلزله وه. هغه وويل: «ما فکر وکړ چې ځمکه به خلاصه شي.»
په لا ترينيداد ښارګوټي کې یو کس کارګر هغه وخت خپل ژوند له لاس وکړ چې یو کوچنۍ تر کار لاندې ساختمان راوغورځيد او هغه ېې لاندې کړ.
اسوشتید پریس له مانیلا لیکي چې د زلزلې پرمهال ډار شوو خلکو د ساختمانونو له منځه باندې منډې وهلې او د پلازمېنې له روغتون څخه ناروغان هم وایستل شول.