1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

زموږ بدن په ورځ کې څومره اوبو ته اړتیا لري؟

۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعه

د ېوې عمومي قاعدې پر اساس، انسان کولي شي تر درو دقیقو له اکسیجن پرته، تر ۳۰ ورځو د خوړو پرته او یوازې تر درو ورځو مایعاتو څښکلو پرته ژوندی پاته شي. د بدن هيڅ غړی له اوبو پرته نه شي کولای فعالیت وکړي.

https://p.dw.com/p/4Btry
Glasflasche für Trinkwasser
موږ باید په منظمه توګه اوبه وڅښکو ځکه بدن مو په ورځ شاوخوا ۲ ليټره مایعاتو ته اړتیا لريانځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture alliance

د یو ماشوم بدن د ۸۰ سلنې اوبو څخه جوړ شوی دی. د عمر په ډيریدو سره زموږ په بدن کې د اوبو مقدار ۶۰ سلنې ته راښکته کيږي. په بدن کې غوړې حجرې، د نورو حجرو په نسبت لږ اوبه لري. په دې اساس، چاغ کسان نسبت ډنګرو او همدارنګه ښځې نسبت نارینه و ته په خپل بدن کې لږ اوبه لري. خو په بدن کې په منظمه توګه د مایعاتو برابرول، د ټولو انسانانو له پاره حیاتي ده.

د بدن ځېنې برخې ډيرې اوبه لري، د بيلګې په توګه سترګې. د سترګو تر عدسيې شاته برخه یوه شفافه او لزجي مایع ده، چې تر ۹۹ سلنې پورې له اوبو جوړه شوې ده. عضلات د شاوخوا ۸۰ سلنې مایعاتو په درلودولو هم د بدن په ډير مایعات درلودونکو غړو کې راځي.

له همدې کبله د بدن د اړتیا وړ مایعاتو د برابرولو له پاره بهترين کار چې باید تر سره ېې کړو څښاک دی. باید وڅښو، وڅښو او بیا هم وڅښو.

د اوبو څښاک یوه حتمي اړتیا ده

زموږ بدن په ورځ کې شاوخوا ۲ لیتره مایعات له لاسه ورکوي چې یو مصرف ېې د پوست له لارې کیږي. په دې سره د بدن حرارت تنظیميږي په ځانګړې توګه کله چې هوا ډيره توده وي. خو وچه هوا هم کولی شي زموږ د بدن د مایعاتو پر مصرف باندې خپل اغیز ولري. پوښتورګي چې زموږ بدن د زهریاتو څخه پاکوي، د بدن مایعات د ادارو په توګه خارجوي. کله چې موږ په کافي اندازه اوبه و نه څښو، د ادارو رنګ مو په ډير تیره رنګ زيړې وي. نصواري رنګ بیا د کمښت یو جدی خبرداری دی. همدا ډول د مایعاتو نوره برخه، د کولمو له لارې له غایطه موادو سره له بدنه وځي. د تنفس کولو پر وخت هم زموږ له بدن څخه مایعات د بخار او ډیرو کوچنیو ذراتو په څير خارجیږي.

دغه ضایعات باید له سره جبران شي، په همدې دلیل باید په ورځ کې یونیم تر دوه لیتره پورې اوبه وڅښکو. دغه اړتیا له بدني فعالیتونو سره لا ډيريږي، لکه ورزش یا درانه کارونه. همدا ډول په ګرمه هوا، د تبې، خواګرځي او یا اسهال پر وخت هم د بدن د مایعاتو مصرف ډیريږي. حتمي نه ده چې یوازې اوبه وڅښکل شي، بلکې د سوپ څښل، د میوو او ډول ډول سبزيجاتو خوړل هم د بدن مایعاتو په ذخیره کولو کې ګټور دي.

په بدن کې د مایعاتو ذخیره ډيره ضروري ده. کله چې زموږ بدن یو تر دوه سلنې پورې خپل مایعات له لاسه ورکوي نو لومړني علایم ېې راښکاره کيږي. او کله چې دغه مایعات تر ۷ سلنې پورې له لاسه ورکړل شي، وضعیت خطرناکه کیږي، چې دې سره د زړه ټګان تیزيږي او سرګنکسي راپيدا کیږي. دا ځکه چې ټول کیمياوي عکس العملونه او د بدنی فعالیتونو پروسه مایعاتو ته اړتیا لري. په بدن کې د مایعاتو یو ۱۲ سلنه ايز کمبود، بیا کولی شي، په تر ټولو بد حالت کې په شاک او یا هم کوما باندې بدليږي.

Zentralorgan des menschlichen Nervensystems Anatomie des Gehirns
زموږ مغز په یو ډول مايع کې واقع دی چې دغه مایع ېې د ټکانونو څخه محافظت کويانځور: magicmine/Zoonar/picture alliance

زموږ مغز د خپل ځان د حفاظت له پاره مایعاتو ته اړتیا لري

زموږ مغز او شوکي نخاع هم نشي کولای له مایعاتو پرته کار وکړي. موږ شاوخوا ۱۴۰ ملي ليټره «مغزي-نخاعي مایع» لرو چې په طبابت کې د «سي اس اف» په اختصار يادیږي. دغه شفافه مایع چې زموږ اعصاب پکې په اصطلاح لمبيږي، د مغزي ټکان مانع ګرځي. په ورځ کې شاوخوا نیم ليټر دغه مایع تولید او بیرته تجزیه کيږي، چې باید د هغې په تناسب جبران شي.

سردرد، د سر ګرځيدل، په خوله او ستونې کې د مخاطي غشاوو وچيدل او احتمالا په ستوني کې د يو شي د تيرولو ستونزه، هغه لومړنۍ نښې دي چې موږ ته ښيي بدن مو اوبو ته اړتیا لري. همدارنګه ځينې وخت موږ د ستړیا احساس کوو، خو ارتباط يې په کافي اندازه د اوبو له نه څښکلو سره نه ورکوو. ګرمه هوا او د خولې په توګه د بدن څخه د ډيرو مایعاتو له لاسه ورکول، کيدای شي په بدن کې د وينې د جریان نظم خراب کړي او انسان بې هوښه شي.

د وينې لوړ فشار هم کیدای شي یوه نخښه وي چې زموږ بدن فوري مایعاتو ته اړتیا لري. کله چې په بدن کې کافي اندازه مایعات نه وي وينه ټینګه کيږي چې په نتیجه کې ېې د وینې د ګرځيدا سیستم نشی کولی له ستونزې پرته کار وکړي.

ډير عمر او د تندې لږ احساس

هر څومره چې سن پورته ځي، په هماغه اندازه د تندې احساس کمیږي. له همدې کبله د پاخه عمر افراد معمولا له ياده باسي چې دوي کافي اندازه مایعاتو ته اړتیا لري. دغه کار کیدای شي په انسان کې د سرګنکسۍ، د هوښ اختلال او بېهوښۍ سبب واقع شي. کله چې په بدن کې مایعات په شدیده توګه کم شي په هغه صورت کې باید یو داکتر دغه مایعات د سیروم له لارې جبران کړي. د پاخه عمر یو شمیر کسان په لوی لاس د مایعاتو له څښاک څخه ډډه کوي، ځکه په لوړ سن کې ډيری افراد نشي کولای خپل ادرا تر خپل کنټرول لاندې ولري. دوی د دې له پاره چې څو ځله تشناب ته نه وي تلليٍ، هم عمداً له مایعاتو څښکلو څخه ډډه کوي.

Indien | Trinkwasserversorung
ټول انسانان باید په ورځ کې په کافي اندازه اوبه وڅښکيانځور: Diptendu Dutta/AFP/Getty Images

په کوم وخت کې ډيرو مایعاتو ته ضرورت لرو؟

کله چې اسهال یا خواګرځي ولرو. په داسې حالاتو کې لږ تر لږه په ورځ کې یونيم لیتر مایعاتو ته اړتیا وي. که چیرته په بدن کې د اوبو د تعادل میزان ډير ژر برقراره نشي، په هغه صورت کې بدن وچيږي. همدارنګه د ځينو درملو د استفادې پر وخت هم د ډيرو مایعاتو اخیستلو سپارښتنه کیږي، د بيلګې په توګه هغه درمل چې د ادرارو د ډيرولو له پاره خوړل کيږي. د الکولو څښکل هم په بدن کې مایعات کموي. ځکه د الکولو د استفادې پر وخت پوښتورګي له بدن څخه د زهري موادو د ایستلو له پاره فعالیت کوي او انسان مجبوريږي چې د الکولو تر څښکلو وروسته څو ځله د رفع ادار په خاطر تشناب ته ولاړ شي.

ښه شیان هم کیدای شي مضر واقع شي

که موږ د څو ساعتونو په جریان کې پنځه ليټره اوبه یا له دې هم ډير مایعات څښو، نو دا کیدای شي ډېري خطرناکې پاېلې ولري. په بدن کې له حده ډيرو مایعاتو د موجودیت په صورت کې، پوښتورګي نه شي کولی هغه په منظمه توګه له بدنه وباسي. یوه بده پایله ېې کیدای سي د مغزو پړسوب وي.

مایعات، په ځانګړې توګه اوبه، ټول بدن ته د ضروري موادو لکه سوډيم او پوتاشیم په لیږد کې هم مهم رول لري. دغه مواد د بدن له پاره ډير ضروري دي له هغې ډلې د وينې د فشار، د ويټامين ډي د تعادل، د عضلاتو او د زړه د فعالیت له پاره. نو په ورځ کې د په کافي اندازه مایعاتو استفاده مه هېروئ!

گودرون هایزه / ص.ا، ع.ف/م.ک.ص./ن.ز.