1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمي خلیلزاد له اشرف غني سره ولیدل

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د سولې له پاره له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ارګ کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره ولیدل. تر دې دمخه زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونه کړي ول.

https://p.dw.com/p/3Uzzw

Der US-Sondergesandte für den Frieden in Afghanistan, Zalmay Khalilzad, spricht während einer Diskussionsrunde mit afghanischen Medien an der US-amerikanischen Botschaft in Kabul, Afghanistan
انځور: Reuters

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې محمد اشرف غني د چهارشنبې په سهار په ارګ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي. هغه د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «په دغه ملاقات کې ښاغلي خلیلزاد په قطر او اسلام آباد کې د خپلو وروستیو بحثونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.»

د صدیقي په خبره له خلیلزاد سره د جمهور رئیس د خبرو اترو اصلي محور د «اوربند د تأمین څرنګوالی» او له افغانستان څخه د باندې د طالبانو د پټنځایونو پر موضوعاتو وو. د صدیقي په خبره په دغه ملاقات کې اشرف غني د طالبانو له لوري د خشونت د ادامې په هکله خپله اندیښنه وښوده. دواړو لورو هیله ښوولې چې په افغانستان کې د سولې د تأمین له پاره لومړی اوربند رامنځ ته شي.

د تیرې جمعې په ورځ زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې له طالبانو سره خبرې اترې د لنډې دمې په حالت کې دي. خلیلزاد د خپل ټویټر په یوه پیغام کې په باګرام کې د شوي برید په هکله غوسه هم څرګنده کړې وه او ویلې یي وو چې «طالبان باید وښيي چې دوی غواړي او د دې وړتیا لري چې د سولې له پاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.»

تر هغې وروسته خلیلزاد اسلام آباد ته په سفر ولاړ او د دغه هیواد مشرانو ته یې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د شویو تازه مذاکراتو په هکله معلومات ورکړل.