زرداري د نوي دهلي مېلمستیا ومنله
۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبهد پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به د هندوستان له لومړي وزیر سره وویني. دا له ۲۰۰۵م کال راهیسي لومړی ځل دﺉ چې یو پاکستانی ولسمشر هندوستان ته سفر کوي.
د اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر، ویلي دي چې د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکي اوس د تیرو څو کلونو په پرتله په ښه حالت کي دي.
بابر د یوې بیانیې په ترڅ کې ویلي دي چې زرداري د هندوستان د لومړي وزیر من موهن سنګ، د غرمې د ډوډۍ بلنه منلې ده. دغه دواړه مشران به په نوي دهلي کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ وويني.
زرداري به همدا راز د اجمیر په ښار کې له یوه زیارت څخه هم لیدنه وکړي. که څه هم دا یو غیر رسمي سفر دﺉ خو هندي رسنیو خبر ورکړی دﺉ چې داسي هیله هم شته چې دواړه مشران به سره رسمي خبري اتري هم وکړي.
د هندوستان او پاکستان تر منځ دوامداره سوله د سیمي د امنیت له پاره ډیره مهمه بلل کیږي. د دغو دواړو هیوادونو تر منځ ښې اړیکي د افغانستان پر شرایطو هم مستقیمه اغیزه لري.
په وروستیو کې د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکي څه نا څه ښې شوي دي. د دغو دواړو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي له یو بل سره ویني او پاکستان هندوستان ته د سوداګرۍ په ډګر کي د تر ټولو محبوبه هیواد نوم ورکړی دﺉ.
د تیر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سیال سره په مالدیو کې ولیدل. دواړو مشرانو وویل چې هڅه به وکړي چې په خپلو اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.
د پاکستان او هندوستان تر منځ د اعتماد نه شتون، د پولي پر سر جگړه او د وسله والو بریدونو د دغو دواړو هیوادونو اړیکي له ۱۹۴۷ کال راهیسي خرابې کړي دي. پاکستان او هندوستان تر اوسه پوري درې واري يو له بل سره جگړه کړې ده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض