1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ریچارد بنت: له طالبانو او د مقاومت له جبهې شکايتونه سوي

۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه

د ملگرو ملتو د بشري حقونو د سازمان ځانگړی رپوټ وایی چي ریچارډ بنت افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کي د څو ولایتونو دښځو او نارینه وو په گډون د مدني ټولنو له ټولو خواوو سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4IbwG
Afghanistan Richard Bennett
ریچارد بنت ، د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د بشري حقونو استازیانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د بشري حقونو ځانگړي استازي ریچارد بنت، د خپل تویتر پر پاڼه تازه لیکلي چي په دغه لیدنه کتنه کي د پنجشیر استازو، د طالبانو له خوا د غیرنظامي کسانو له پراخه سرکوبه کولو او د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخي سرغړوني په هکله خبري ورسره کړي دي.

ښاغلی بنت زیاتوي چي په پنجشیر کي سرچینو په دغه ولایت کي د ملي مقاومت د جبهې د غړو زړه بوږنووکی چلند هم تأیید کړی دی.

«د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی پنجشیر ته تللی»

ریچارد بنت وایي چي دغه حالت ته باید د پای ټکی کښیښودل سي او مسوولین باید جواب ورکړي. د ملگرو ملتو د بشري حقونو د سازمان استازي ویلي چي ددغو اندیښنو په هکله به د نوموړي سازمان په عمومي اسامبله کي چي د رواني میاشتي پر ۲۶ مه نیټه پرانیستل کیږي ، خبري وکړي.

ښاغلي بنت په خپل تویتر کي د یوه انترنتي آدرس په شریکولو سره له ټولو افغانانو غوښتي چي د بشري حقونو په اړه خپلي اندیښنې د دغه آدرس له لاري چی محرم به پاته وي ، د هغه دفتر ته رپوټ ورکړي.
مخکي له دې د ملگرو ملتو د سازمان ځانگړي استازي په افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت بحراني اعلان کړی وو.

د بشري حقونو شورا له غړېتوبه د افغانستان بې برخې کېدل

ریچارد بنت افغانستان ته د خپل ۱۲ ورځني سفرتر پای ته رسیدو وروسته ، د اکتوبر پر ۲۴ مه ، د دغه وضعیت په هکله د اندیښنې په څرگندولو سره ټینگار وکړ چي په افغانستان کي د بشري حقونو د بحران د زیاتوالي د مخنیوي له پاره باید ټولي خواوي ژرترژره اقدام وکړي.

ښاغلي بنت ویلي چي پر مسجدونو ، مکتبونو، نقلیه وسایلو او اقلیتونو باندي د بریدونو زیاتوالي، د ملکي کسانو او د افغانستان د پخواني حکومتي ځواکونو له حقونو څخه سرغړونو،  په هغو څانگو کي چي وسله والي ډلي لا فعالي دي، بشري وضعیت لاپسي خطرناکه او امنیتي وضعیت نور هم کړکیچڼ کړی دی.

آ./گ.غ.پ./ا.ا.