1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ۱۴ زره افغانان جرمني ته د تګ په انتظار دي

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د یوه رپوټ په حواله څه د پاسه ۱۴ زره افغانان پر دې سربيره چې په جرمني کې د اوسېدو اجازه يې ترلاسه کړې ده تر اوس لا دغه هيواد ته د ورتګ انتظار باسي.

https://p.dw.com/p/4S1GV
Usbekistan, Taschkent | von der Bundeswehr evakierte Afghanen nach ihrer Ankuft aus Kabul
آرشیف:په ۲۰۲۱ کال کی د افغانانو د تخلیې پروگرامانځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د جرمني د شمال راډیو ټلویزیون د دغه هیواد د خارجه وزارت د ارقامو له مخي رپوټ ورکړی دی چي له هغوی څخه یې ۱۵سوه په پاکستان او ایران کی دي او ډېره برخه یې په افغانستان کی شپې او ورځي تیروي.

د نوموړي رپوټ له مخي د نورو په زرونو بشري حقونو فعالانو، ژورنالیستانو، سیاستوالو او له ګواښ سره مخامخ نورو کسانو د منل کیدو غوښتني چي د جرمني د منلو د پروگرام په پروسه کي شامل دي،  بندې پاته دي.

د جرمني حکومت له خوا د مهاجرو د منلو پروگرام له دوو میاشتو راهیسي د امنیتي دلایلو له امله په ټپه دریدلی دی. د بهرنیو چارو وزارت څرگندوي چي په دې هکله «له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو د منلو د رواني پروسې په چوکاټ کي د ممکنه سؤاستفادې په هکله ځیني شواهد» موجود وه. ویل کیږي چي دغه پروگرام به په جون میاشت کي د اضافي امنیتي تدابیرو په زیاتولو سره، له سره پیل سي.

اروپا ته مهاجرت؛ له پولند سره په سرحد کي د لازیات کنترول غوښتنه

د جرمني د منلو پروګرام له افغانستان څخه د پوځي ځواکونو تر راوتلو وروسته د دغه هیواد د حکومت له خوا د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کي پیل سو، ترڅو د طالبانو تر واکمنۍ لاندي له ځانگړي خطر سره مخامخو افغانانو ته د بشري دلایلو له مخي په جرمني کي د منلو امکانات برابر کړي

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

د NDR رسنۍ د خپل رپوټ په دوام لیکي چي د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د جرمني حکومت پر دې باندي کار کوي چي د امکان ترحده ژر ترژره، هغو افغانانو ته د سفر زمینه برابره او د ویزه ورکولو پروسه یې گړندۍ کړي چي د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې ده. د دغه رپوټ په حواله خارجه وزارت خپل ډاډ څرگند کړی چي «کولای سي په راتلونکو څو اونیو کي وکولای سو، تعدیل سوي امنیتي میکانیزمونه چي امنیتي مرکې هم پکښي شاملي دي په دغه پروسه کي تطبیق او په دې ډول نوموړې پروسه له سره پیل کړو.»  

آلمان خارجيانو ته د تابعيت ترلاسه کولو شرايط نرموي

مرستندویه ټولني او اپوزیسون له افغانستان څخه له خطر سره مخامخو کسانو د راتگ پر بندیز سخت انتقادونه کړي دي. د  Mission Lifeline غیر دولتي سازمان بڼسټ ایښودونکي اکسل شتاینر يادي رسنۍ ته وویل: «موږ هلته د څو کلونو له پاره دومره ډېري پیسې ولگولې، موږ له خلکو سره ژمنې وکړې. موږ هغوی ته د ښې راتلونکي وعده ورکړه او اوس یې همداسي بې سرنوشته پریږدو.»

د جرمني د کیڼ اړخه گوند سیاستواله کلارا بیونگر ايي چي د دوی له پاره هره ورځ مهمه ده، دا ځکه چی اغیزمن سوي کسان تر یوه مشخص خطر لاندي دي: «دغه ډول بندیز کیدای سي ځاني خطرونه رامنځته کړي، لکه څنگه چي په تیرو کلونو کي يې شاهدان وو.»

  GP/NZ/AG