1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

رپوټ: په ايران کې تر ۸۰۰ ډېر کسان اعدام شوي

۱۴۰۲ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د بشري حقونو سازمانونو د رپوټ پر اساس په تېر ميلادي کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۸۳۴ کسان اعدام شوي دي. په اعدام شويو کې په نژادي اقلیتونو پورې د تړاو لرونکو کسانو اوسط شمير لوړ دی.

https://p.dw.com/p/4dC2Q
په ايران کې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۸۰۰ ډېر کسان اعدام شوي
په ايران کې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۸۰۰ ډېر کسان اعدام شويانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د ايران د بشري حقونو سازمان (IHR) چې مقر یې په ناروې کې دی، د «په ګډه د اعدام د جزا پر ضد» په نوم پاريس مېشتې ټولنې سره يوځای د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې دا د ۲۰۱۵م کال راهېسې د اعدامونو لوړ شمير دی. 

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري – مقدم، په دې رپوټ کې ويلي دي: «په ټولنه کې ويرې ته لمن وهل په واک کې د رژیم د پاتېدو يوازنی امکان دی او د مرګ سزا یې تر ټولو مهمه وسله ده.»

نوموړي زياته کړه د هغو اعدامونو شمير په ځانګړي توګه لوړ شوی دی چې د نشه يي توکو د کارولو له وجې عملي کیږي. تېر کال په همدې دليل ۴۷۱ کسان اعدام شول چې دا د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۱۸ چنده لوړ شمیر دی.

د محمود امیري – مقدم، په خبره په اعدام شويو کې له قومي اقليتونو سره د تړاو لرونکو شمير په اوسط ډول ډېر وو.

نوموړي روښانه کړه د سني بلوچ اقليت غړي چې د هېواد په جنوب ختیځ کې اوسي، په ۲۰۲۳م کال کې د اعدام شويو يو پر پنځمه برخه جوړوي او دا په داسې حال کې ده چې دا اقليت د ایران د نفوس يوازې پنځه سلنه برخه ده.

د دې رپوټ پر اساس د مرګ اکثريت جزاوې په زندان کې په اعدامولو سره عملي شوي دي، خو د اعدام ۷ مورده په عام محضر کې اجرا شوي دي. په اعدام شويو کې لږ تر لږه ۲۲ یې ښځې وې.

په دې رپوټ کې زياته شوې ده چې له دې اعدامونو څخه یې يوازې ۱۵ سلنه په رسمي توګه اعلان شوي دي. د ایران دبشري حقونوسازمانونو د اعدام د نورو حکمونو اجرا د خپلو منابعو له لارې تائيد کړې ده.

ب. ص/ ن. ز (dpa)