1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په افغانستان کې زیاتره کوچنیان په بیره کې ژوند کوي

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

له کوچنیانو څخه د ملاتړ د سازمان د رپوټ له مخې په افغانستان کې د کوچنیانو زیاته برخه په دغه هیواد کې په مستقیم ډول له نښتو او تاوتریخوالي څخه اغیزمن سوي او په بیره کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3TO3j
Schüler in den Trümmern nach dem Anschlag in Kabul
انځور: Getty Images/W. Kohsar

د ماشومانو د مرستې د دغه سازمان په حواله افغان ماشومان له جنگ جگړو څخه اغیزمن سوي، له نښتو او بریدونو سره مخامخ سوي، د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي او یا هم د زورزیاتیو او نښتو شاهدان دي. د "سیف د چلدرن" سازمان د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له څه ناڅه ۷۰۰ کوچنیانو او لویانو سره مرکې کړي او د سه شنبې په ورځ یې دا رپوټ خپور کړی دی.

هغو میندو او پلرونو چې مرکې ورسره سوي، ویلې چې د هغوی کوچنیان په تیره بیا د مکتب پر لار ډیره بیره لري. په رپوټ کې د والدینو له خولې لیکل سوي چې کوچنیان د دغه ډول حالت په زغملو سره، د خوب او بیری له اختلالاتو سره مخامخ دي، له حده زیات ژاړي او یا هم په کور کې ځانونه منزوي کوي. د هغو ۳۸ سلنه یې حتی خپلو ځانونو ته هم زیان رسوي او د نورو کوچنیانو په وړاندې هم له زورزیاتي څخه کار اخلي.

په آلمان کې د سیف د چلدرن سازمان مديرې سوزانه کروگر ویلی چې هغه څه چې زموږ د کوچنیانو له پاره عادي خبره ده، د مثال په ډول دباندی تفریح او یا هم ښونځي ته تلل، د افغانستان په ډیریو سیمو کې بیا دا کار د مرگ گواښ درلودای سي.

هغې زیاته کړې چې په همدې دلیل باید پناه غوښتونکي د داوطلبانه بیرته تگ په ډول برنامو له لاری افغانستان ته د تگ له پاره تشویق نه سي.

د ملگرو ملتونو د سازمان د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۹ کال راهیسي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ارقامو ثبتیدل پیل سوي، ۲۰۱۸ م کال د افغان کوچنیانو له پاره تر ټولو خونړی کال وو. په دغه کال کې ۹۲۷ کوچنیان د جنگ جگړو او نښتو له امله وژل سوي او څه د پاسه ۲۱۰۰ تنه نور بیا زخمیان سوي. د دغه شمير د ډیروالي اصلي علت د هوایي او ځانمرگو بریدونو زیاتوالی په گوته سوی.

G.P/B.S/dpa