رپوټ: د منځني ختیځ هیوادونه ډيري وسلې رانيسي
۱۳۹۷ بهمن ۲۲, دوشنبهد آلمان په «دي وليت» ورځپاڼه کې د یوه نوي خپاره شوي رپوټ په حواله د منځني ختیځ په هیوادونو کې له ۲۰۱۳م کال راهيسي، تر هغه (۲۰۱۳م کال) مخکې پنځو کلونو په پرتله دفاعي لګښتونه نږدې دوه برابره زیات شوي دي.
دغه شمېرې د مونشن د نړیوال امنیتي کنفرانس په رپوټ کې هم شاملي دي چې د دغه کنفرانس تر دایریدو مخکې خپور شوی دی. د دې رپوټ پر بنسټ په منځني ختیځ کې د وسلو رانيولو زیاتیدل، له دې سیمې څخه د امریکایي ځواکونو له تدریجي وتلو سره هم مهاله رامنځته کیږي.
د لسو هغو هیوادونو په نوم لړ کې چې تر ټولو ډیري وسلې یې رانيولي دي ۷ یې د منځني ختیځ هیوادونه دي. په دغو هیوادونو کې د لویدیځ متحد، سعودي عربستان، ترکیه، اسرائیل او کویت شامل دي.
په دې رپوټ کې دا معلومات هم اضافه شوي دي چې ایران د سیمې په کچه د رقيبو هیوادونو په پرتله ډير ټانکونه، اوبتلونه او پوځ لري.
د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸م کلونو ترمنځ د منځني ختیځ پر هیوادونو امریکا ۵۳ سلنه، فرانسې ۱۱ سلنه، بریتانيا۱۰ سلنه او آلمان یوازې درې سلنه وسلې پلورلي دي.
دا ټول مسائل به په همدې اونۍ کې په مونشن کې د پیلیدونکي امنیتي کنفرانس په لړ کې تر بحث لاندې ونيول شي. د مونشن په کنفرانس کې په نړیواله کچه د دفاعې برخې کارپوهان او دیپلوماتان ګډون کوي.