1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: امریکا د روسیې او چین پرضد نور تعزیرات پلانوي

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د یوې رسنۍ په حواله امریکا متحده ایالات غواړي چي نن جمعه د روسیې او چین پرضد نور تعزیرات وضع کړي.

https://p.dw.com/p/4KjlN
Deutschland G7-Gipfel 2022 | Joe Biden
انځور: Daniel Karmann/dpa/picture alliance

وال ستریت ژورنال د حکومتي منابعو په حواله رپوټ ورکړی دی چي دغه تدابیر په دواړو هیوادونو کي د بشري حقوقو د نقضولو پر ضد وضع کیږي؛ د روسیې له خوا د اوکراین په جنګ کي د ایراني ډرون استعمال او د پیکینګ له خوا په پاسفیک کي د احتمالي غیرقانوني ماهیانو د نیولو د ملاتړ په دلیل.

د رپوټ پراساس دغه تعزیرات په دواړو هیوادونو کي د حکومت، پوځ او اقتصاد پر لوړرتبه مامورینو او پرسونل باندي وضع کیږي چي امریکا متحده ایالات یې د بشري حقوقو په نقضولو او اختلاس باندي تورنوي.