1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټونه: د کندهار امنيه قوماندان په ډزو ووژل شو

۱۳۹۷ مهر ۲۶, پنجشنبه

د چارواکو په خبره په کندهار کې د لوړې کچې پر امنيتي غونډې باندې ډزې شوې دي او داسې ښايي چې جنرال رازق به پکې وژل شوي وي. په دغه غونډه کې د ناټو امريکايي قوماندان سکات ميلر هم حاضر وو.

https://p.dw.com/p/36lPc
Afghanistan Polizeichef von Kandahar Abdul Razeq Archivbild
انځور: DW

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت په بيانيه کې راغلي دي چې لږ تر لږه دوه امريکايي عسکر په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي. دا هم ويل شوي چې د دغه ماموريت اصلي قوماندان، سکات ميلر، ته زيان نه دی اوښتی. دغه خبره د ناټو وياند، ډګروال کنوت پېترس کړې ده. دوه تنه ټپيان شوي عسکر د درملنې په موخه بل ځای ته وړل شوي دي.

د کندهار د والي د مرستيال وياند، حاجي آغا دستګيري وويل چې ډزې تر غونډې وروسته وشوې. د ځايي رسنيو په حواله د کندهار د پوليسو مشر، جنرال عبدالرازق، هم ژوبل شوی دی. خو په ولسي جرګه کې استازي خالد پښتون، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې پیښه کې د کندهار د امنیې قوماندان، والي او د ملي امنیت مشر وژل شوي دي.

مرکه: د کندهار د پیښې په هکله تازه جزئیات



د رويټرز خبري اژانس د رپوټ په حواله د يوه امنيتي چارواکي په خبره د والي ساتونکي ډزې وکړې چې مرمۍ يې د جنرال رازق په ملا کې ولګېدې. داسې هم ويل کيږي چې د کندهار والي او د افغانستان د ملي امنيت د ادارې ځايي مشر ټپيان شوي دي. له دې مخې څو تنو افغان او نړيوالو امنيتي چارواکو ويلي دي چې جنرال رازق، چې د افغانستان يو تر ټولو ځواکمن قوماندان او د طالبانو قوي مخالف وو، په دغه پېښه کې وژل شوی دی. دغه بريد په داسې وخت کې کيږي چې د افغانستان پارلماني انتخاباتو ته ايله دوې ورځې پاته دي.