1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

روغتیا سازمان: له شپږو لویانو یو له شنډتوبه اغېزمن شوی

۱۴۰۲ فروردین ۲۱, دوشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په وینا، په نړۍ کې په هرو شپږو بالغو نارینه او ښځو کې یو یې د شنډتوب جزئې کموالې تجربه کوي. دغه نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د نړۍ په کچه باید د شنډتوب پر وړاندې طبي اسانتیاوو ته لاسرسی زیات شي.

https://p.dw.com/p/4PsIR
د ميندوارۍ تست
د ميندوارۍ تستانځور: Patrick Daxenbichler/Zoonar/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې، د نړۍ شاوخوا ۱۷،۵ سلنه نفوس، نارینه او ښځینه دواړه، د خپل ژوند په ځینو وختونو کې جزوي شنډتوب تجربه کوي، او په ډېرو پيښو کې دا کمښت د لنډې مودې په پرتله اوږد مهاله وي.

په ژنيو کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دې سازمان کارپوهان اټکل کوي چې په نړیواله کچه، د ماشوم زيږولو عمر لرونکي نارینه او ښځي چې د ماشوم زیږون له پاره په خپلو هڅو کې له ناکامۍ سره مخامخ کیږي، هغه په دې پوريٍ اړه نه لري چې هغه د بډاله يوهیوادونو کسان دي که نه.

آلمان: د عملیاتو په واسطه زیږونونه ډیر شوي دي

یاد سازمان لیکلي دي، چې د دې وضعیت سره مخ د خلکو حالت څحه ښکاری، دا مهمه نه ده چې دوی چیرې ژوند کوي یا د ژوند کولو له پاره څومره سرچینې شته.

سپرم او هګۍ په مایکروسکوپ کې، علمي شالید
انځور: Maksym Yemelyanov/Zoonar/picture alliance

دغه راپور دا په گوته کوي چې د لوړ او په منځني ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې ۱۷،۸ سلنه بالغ نارینه او ښځې او په ټیټ یا منځني ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې ۱۶،۵ سلنه د دوی د تولیدي فعال ژوند په بهير کې په ځینو وختونو کې شنډ دي.

په نړیواله کچه داسې طبي اسانتیاوو ته په ټولو ټولنو کې د عامو خلکو د لاسرسي ښه کولو ته اړتیا ده، چې د بې اولادۍ او داسې نورو طبي ستونزو په درملنه کې مرسته وکړي.

په یوه لسیزه کې د خپل ډول لومړنی نړیوال راپور

د روغتیا نړیوال سازمان د دغه راپور خاصه ځانګړتیا دا ده، چې دا په تېره یوه لسیزه کې د دغه سازمان له خوا د خپل ډول لومړنی نړیوال راپور دی. له دغه سازمان څخه ټیډروس اډانوم غیبریوس وویل، چې دغه راپور د نړۍ په کچه په ټوليزه توگه، د انساني روغتیا په اړه یو مهم حقیقت روښانه کړی او هغه دا دی: «شنډتوب پرانسان اغېزه کوي او د دوی ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي.»

د افغانستان په ګډون ۱۲ هيوادونو کې د میندو د خوارځواکۍ ډېرښت

د طبي څیړونکو په وینا، په انسانانو کې شنډتوب یو ساینسي تعریف لا دمخه رامنځ ته شوی. د دې تعریف له مخې، دا طبي حالت یوه ناروغي ده چې په نارینه او ښځو دواړو کې واقع کیږي.

هر بالغ نارینه یا ښځینه چې د زيږولو توان لري، هغه وخت شنډ ګڼل کیږي چې دوی د منظمې جماع په بهير کې د میندوارۍ د مخنیوي درملو له نه کارولو سره سره بيا هم یو کال یا ډیر وخت ميندواره نه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ پر حکومتونو هم غږ کړی چې ټولو خلکو ته «خوندي، مؤثره او ارزانه انتخابونه» چمتو کړي، هغه کسان چې غواړي مور او پلار شي.