1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د دویچه ویله پر فعالیت بندیز وضع کړ

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

روسیې د آلمان د نړیوالې بهرنۍ رسنۍ دویچه ویله پر فعالیت بندیز وضع کړي او غواړي په مسکو کې د دویچه ویله دفتر ور وتړي. مسکو وايي چې د دویچه ویله د خبریالانو د فعالیت جوازونه یې هم لغوه کړي دي.

https://p.dw.com/p/46U4n
Symbolbild Deutsche Welle Logo
انځور: Marius Becker/dpa/picture alliance

د آلمان له لوري د آر ټي (RT) په نامه د روسیې د رسنۍ د فعالیت تر بندولو وروسته، مسکو اوس د آلمان د نړیوالې رسنۍ دویچه ویله پر فعالیت باندې بندیز وضع کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د پنجشنبې په ورځ ویلي چې روسیه غواړي د دویچه ویله آلمان غږ پر فعالیت بندیز وضع کړي، په مسکو کې یې دفتر تړي او د دې رسنۍ د خبریالانو د فعالیت جواز هم لغوه کوي. کریملین د آلمان له لوري د آر ټي رسنۍ د رسنیز فعالیت د بندولو په غبرګون کې ویلي چې دا د «بیان پر آزادۍ باندې برید دی.»

په آلمان کې د رسنیو د څار او لایسنس ورکولو کمیسیون یا (ZAK) د آر. ټي په نامه د روسیې د آلماني ژبې رسنې فعالیت له دې امله ځنډولی دی چې په خبره یې دغه رسنۍ د فعالیت جواز نه لري. سربیره پر دې د آلمان امنیتي ادارو په آلمان کې د آر. ټي رسنۍ فعالیتونه د روسیې د حکومت د پروپاګند وسیله بللې ده.

آر. تي یا رشین ټوډې په نړیواله سطحه په شپږو ژبو رسنیز فعالیتونه کوي او ادعا لري چې د دوی د آلماني ژبې د رسنۍ له لارې په اروپا کې د نظریاتو د تنوع په برخه کې مهمه ونډه لري. په عین حال کې انتقاد کوونکي بیا پر آر ټي یا رشین ټوډي رسنۍ تور پورې کوي چې د کریملین ژبه ده او مسکو له دې لار ناسم معلومات او پروپاګند خپروي.

د روسیې حکومت ویلي چې دوی همدا راز په پلان کې لري چې دویچه ویله د هغو بهرنیو رسنیو په کتار کې راولي چې د بهرنیو اجنټانو کارونه مخته وړي. مسکو همدا راز ویلي چې دوی به پر هغو آلماني چارواکو روسیې ته د داخلیدو بندیز وضع کړي چې د آر ټي (RT) په نامه د روسیې د رسنۍ پر فعالیت یې دغه بندیز وضع کړی دی.

دویچه ویله چې د آلمان دولتي نړیواله رسنۍ ده چې د روسي ژبې سربیره په ۳۰ ژبو رسنیز فعالیتونه لري او ۲۴ ساعته خبري چینل هم لري چې په آلمان کې د مالیه ورکوونکو پر پیسو یې فعالیتونه تمویلیږي.

د مسکو له لوري پر دویچه ویله د بندیز په غبرګون کې په آلمان کې د آلماني خبریالانو ټولنې یا (DJV) له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې دغه محدودیت بیرته لیرې کړي او په روسیه کې د دویچه ویله د خبریالانو جوازونه دې هم بیرته ور وسپاري.