1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسیې ته د زیلنسکي خبرداری

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمر زیلنسکي روسیې ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین د خپلواکۍ په ورځ دي اوکرايني سرتيري محکمي ته نه وړاندي کوي.

https://p.dw.com/p/4Fs4e
Ukraine | Wolodymyr Selenskyj
انځور: kyodo/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په یوي نوي ویډیو پيغام کي څرگنده کړې ده چې دا به وروستی حد وي او له هغې نه وروسته به مذاكرات نور ممکن نه وي.

زیلنسکي د رسنیو رپوټونو ته په اشارې سره وویل چې د اګسټ پر ۲۴مه   په ملی ورځ کې د اوکرایني جنګیالیو پر ضد چې د ماریوپل بندري ښار د محاربي پر مهال نیول شوي، په روسیه کي یوه عامه محاکمه رامنځته کېدای شي. هغه ټينگار وکړ چې دا به "سپکاوي" وي.