1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې او اوکراین پر اوربند او د بندیانو په تبادلې موافقه کړې

۱۳۹۸ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د روسیې او اوکراین ولسمشران د انګلا میرکل او ایمانویل مکرون په منځګړتوب د اوکراین د کړکیج د حل پر سر موافقې ته رسیدلي. په اوکراین د سیاسي بحران د بن بست په اړه په پاريس کې د څلورو هیوادونو د مشرانو غونډه پای ته ورسیده.

https://p.dw.com/p/3UWSv
Paris Ukraine-Gipfel PK
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Platiau

په پاریس کې د روسیي، اوکراین، آلمان او فرانسې د مشرانو غونډه پای ته ورسیده. د دغې غونډې مهمه لاسته راوړنه په اوکراین کې حاکم بحران ته د پای ټکې ایښودل وو.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د دغې غونډې له پایلو څخه خوښي څرګنده کړه. دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل ماکرون په باور د اوکراین د کړکیج تر حل پورې لا ستونزمنه لاره باقي پاتې ده.

نړیوالو خبري آژانسونو د سه شنبې ورځې (د دسمبر میاشتې ۱۰ نیټه) سهار وختي د روسیي د ولسمشر ولادیمیر پوتين او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ موافقې ته د رسیدو خبر ورکړ.

د پاریس د غونډې د پایلو په اساس د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د روان میلادي کال تر پایه پورې پر اوربند موافقه کړې ده. سربیره پر دې د دواړو هیوادونو مشرانو د بندیانو د تبادلې او د نظامي ځواکونو د یوې برخې پر ایستلو هم موافقه کړې ده.

په دې ترتیب سره د څلورو هیوادونو د مشرانو دې غونډې د اوکراین د شخړې د سولې بهیر له پاره لاره هواره کړې او د سولې خبرې اترې یي له بن بست څخه ایستلي دي.

روسي پلوه بيلتون غوښتونکي ځواکونه د اوکراین ختیځ سیمې تر خپل کنترول لاندې لري. د پاریس په غونډه کې د آلمان او فرانسې په منځګړتوب د دواړو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۰م کال تر مارچ میاشتې پورې به د اوکراین د کړکیچ په هکله پر نورو مسائلو موافقې ته ورسیږي.

Frankreich Normany Four-Gipfel in Paris | Wladimir Putin und Emmanuel Macron
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتینانځور: Imago Images/ITAR-TASS/G. Dukor

سربیره پر دې ټاکل شوې ده چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو کې به محلي ټاکنې ترسره شي. د دغو انتخاباتو دقیقه نیټه تر اوسه پورې نه ده اعلان شوې.

ستونزمنه لاره

میرکل د پاریس له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل: «د پیچلو مسائلو د حل له پاره مثبته اراده لیدل شوې ده.» د آلمان صدراعظمې د اوکراین د شخړې د حل له پاره د پاریس د غونډې له پایلو څخه خپل رضایت ښکاره کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په دې باور دی چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو کې د ټاکنو ترسره کولو مخ ته لا ډیر خنډونه موجود دي.

مکرون د پاريس د غونډې په اړه ویلي دي چې د غونډي ګډون کونکي د اوکراین د کړکیج د حل په برخه کې پر ستونزو خبر دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ترلاسه شوي موافقې څخه باید د یوې حیرانونکي حل لارې تمه ونه لرو، خو دغه غونډه د اوکراین د کړکیچ د حل په لاره کې یو ګام وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د نورو ترڅنګ دې ټکې ته اشاره کړې ده چې د اوکراین د ختیځ سیمو له پاره د خود مختارۍ حق ته غاړه ایښودل یو واقعې تمه نه ده، او د سیاسي جوړښت له پلوه اوکراین په فدرالي توګه نه شي اداره کیدلی.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین د جګړې د پیل راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۳۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې نظره د پاریس غونډه په دې سیمه کې د سولې له پاره پر نړیوالو هڅو دلالت کوي.

دویچه ویله/ش.ن/ب.ص