1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: منځنۍ اسیا ته اصلي ګواښ د افغانستان له استقامته دی

۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه

د منځنۍ آسیا د پنځو هیوادونو مشران د جمعې په ورځ په ترکمنستان کې راټول شوي او د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/3yd5u
Russland Zapad Militärmanöver Waleri Gerassimow
جنرال ولري ګرازیموف (په منځ کې) انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/P. Gerasimov

د ترکمنستان ولسمشر تر غونډې مخکې وويل چې په افغانستان د تاوتريخوالي ډيريدو ټول ګاونډيان انديښمن کړي دي.

د ترکمنستان ولسمشر، قربان قلي بردي محمدوف دغه خبرې د ازبکستان پر حکومتي تلویزیون له خپل تاجیک سیال امام علي رحمانوف سره کړې دي. هغه وويل چې »د افغانستان د افغانستان مسئلې موږ ټول انديښمن کړي يو.«

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او ورسره جوخت د جګړو په ډيریدلو سره د منځنۍ اسیا هیوادونو او روسيې انديښنې هم زیاتې شوي دي. دې سره روسيې، تاجيکستان او ازبیکستان تیره ورځ د افغانستان سرحد نژدې، ګډ پوځي تمرینات پيل کړي چې د اګست تر ۱۰مې به ادامه ولري.

د روسيې د پوځ لوی درستيز، والري ګرازیموف، په دې اړه ويلي دي: «نن ورځ د منځنې اسيا سيمې ته اصلي ګواښ د افغانستان له استقامته متوجه دی.» هغه ويلي دي چې د دغو پوځي تمریناتو څخه موخه د «تروريستي ګواښونو پر وړاندې ښې مبارزې ته چمتووالی دی.»

طالبانو په وروستيو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم پر مختګونه لرلي دي. د رويټرز په حواله، دغې ډلې په جون میاشت کې په کندز کې له تاجیکستان سره د شيرخان بندر هم ونیوه. خو طالبانو د مخه ويلي دي چې دوی د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې کومه طرحه نه لري.

د فرانسې خبري آژانس لیکې چې د منځنۍ آسیا پنځو هیوادونو مشران د ترکمنستان په آوازې ښار کې راټول شوي، خو رويټرز د دغو هیوادونو نومونه نه دي ښودلي. آوازه د ترکمنستان يو سیاحتي ښار دی چې په کسپين بحیره کې پروت دی.

رويټرز/م.ک.ص./ب.ص.