روسیه: امریکا په ګرجستان کې د بیولوژیکي وسلو لابراتوار لري
۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبهروسیه پر امریکا تور لګوي چې په ګرجستان هیواد کې د بیولوژيکي وسلو(میکروبونو) لابراتوار لري. له بیولوژیکي، کیمیاوي او اټومي وسلو سره د مبارزې ضد د روسي واحد مشر ایګور کیریلوف، په دې اړه ویلي دي چې د امریکا پوځ د ګرجستان پلازمېنې تفلیس ته نږدې د «ریچارد لوګار» په نامه مرکز کې د سیاه زخم (تور ټپ) په څیر ناروغیو چې د حشراتو په وسیله انتقالیدای شي، د میکروبي وسلو پر توليد او آزموينې لاس پورې کړی دی.
نوموړی ادعا کوي چې امریکا له دې اقدام سره په قوي احتمال له نړیوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي. امریکا متحده ایالاتو دغه مرکز په ۲۰۱۱ م کال کې جوړ کړی دی. هغه مرکز چې د کیریلوف په وینا سږ کال پرې ۸ نوي پوړونه هم ور علاوه شوي دي.
د هغه په وینا د دې مرکز دوه پوړونه د امریکایې پوځ په خدمت کې دي چې په هغو کې هغه ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي چې د نوموړي مرکز د آزموېنو له امله پر خطرناکو ناروغیو اخته شوي دي.
له بیولوژیکي، کیمیاوي او اټومي وسلو سره د مبارزې ضد د روسي واحد مشر په خبره دغه کسان بې له دې چې دوی ته خبر ورکړل شوی وي د دې ناورغۍ پر ميکروب اخته یا مبتلا کړای شوي چې د دوی له جملې څخه تر اوسه پورې ۷۳ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه : «په یو وار په دومره لوړ شمیر کې د داوطلبه کسانو له مړينې څخه داسې معلومیږي چې د لوګار په مرکز کې د ډيرو سختو زهرجنو کیمیاوي یا بیولوژیکي موادو آزموينه تر سره کیږي.» ایګور کیریلوف زیاته کړه چې له اسنادو څخه معلومیږي چې د تجربې یا آزموېنې پر مهال ډیر شمیر ناروغان مړه شوي دي. یوازې د ۲۰۱۵ م کال په دسمبر میاشت کې د ۲۴ تنو ناروغانو تر مړينې سربیره بيا دغه آزموېنه جاري وساتل شوه.
همدې سرچينې زیاته کړې ده چې د ګرجستان کارکونکي دې آزميښتغالي یا لابراتوار ته د ورتګ اجازه نه لري او هغه امریکایې متخصصين چې په دې لابراتوار کې کار کوي له دیپلوماتيک خونديتوب څخه برخمن دي.
کیریلوف، د خپلې ادعا د ثابتولو له پاره هغو موادو ته اشاره کوي چې د ګرجستان د پخواني جاسوس ایګور ګیورګادسه، لاسونو ته لویدلي دي.
امریکا متحده ایالاتو ډیر ژر دغه تورونه رد کړي دي او د پنټاګون ویاند اریک پاهون ویلي دي چې په دې مرکز کې انسانان له بیولوژیکي خطرونو څخه ژغورل کیږي. د ګرجستان د روغتیا وزارت هم دغه تورونه بی بنسټه بللي دي.
د روسیې له خوا پر امریکا دغه تورونه څو ساعته وروسته تر هغې لګول کیږي چې ډیر شمير اروپایې هیوادونو روسیه د سايبري بریدونو په تر سره کولو تورنه کړه.
اروپایې اتحادیه او اروپایې هیوادونه په ځانګړي توګه په ډنهاګ کې د ملګرو متلونو د کيمیاوي وسلو ضد سازمان پر وړاندې د روسیې احتمالي بریدونو په غوصه کړي دي.