1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسي اتباعو ته د شينګن هیوادونو ته د ویزو ورکول سخت شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

سر له نن دوشنبې ۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۱۲ روسيې اتباع نور نه شي کولي آلمان او د شينگين هيوادونو ته د سفر کولو له پاره د آساني ويزه ورکولو څخه ګټمن شي.

https://p.dw.com/p/4Gk2s
EU setzt Visa-Erleichterungen für Russland aus
د ایستونیا هیواد پر سرحد د «سټاپ» یا توقف علامهانځور: Peter Kovalev/TASS/dpa/picture alliance

اروپايي هيوادونو په تیره اونۍ کي پريکړه وکړه چې له روسيې سره شوی تړون وځنډوي.

پر اوکراين د روسيې له بريد لږ وروسته د روسيې سوداگرو، حکومتي چارواکو او د يپلوماتانو له پاره د ويزي ورکولو اسانتياوي ځنډول شوي وي.

په شينگين سيمه کي د اروپايي اتحاديې ۲۲ غړي هيوادونه او ۴ نور اروپايې هيوادونه راځي.