روسيې امريکا ته د سوریې پر پوځ د بريدونو څخه خبرداری ورکړی
۱۳۹۵ مهر ۱۱, یکشنبهروسيې د امريکا محده ايالاتو ته د سوریې پر پوځ او مشرتابه د هوايي بریدونو څخه خبرداری ورکړ. د روسیې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ماريه سخاروه وويل په سوريه کې د امريکا دغه چلن به نه یوازې په سوريه کې بلکې په ټوله سيمه کې د يوه ناوړه بدلون لامل شي.
له بله پلوه بيا د ملګرو ملتونو او لويديځ له خوا د سختو نيوکو سره سره هم روسيې په حلب کې هوايي بریدونو ته دوام ورکړی چې دغه هوايي بريدونو د ښار ډيره برخه لوټې لوټې کړې ده. د شنبې په ورځ هم جنګي الوتکو د ياغيانو تر کنترول لاندې سيمه کې له هغو کمو روغتونونو څخه یو په دويم ځل په نخښه کړ چې لا فعاليت کوي.
کيري د لاوروف سره په څو ځلي تماس ټينګ کړی
د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژیان مارک ايرو د روغتيايي مرکزونو «سستماتيکه» ويشتنه ټکان ورکونکې وبلله. د آلمان د بهرنيو چارو فرانک والتر شټاین ماير هم د تويتر له لارې ويلي چې پر حلب هوايي بريدونو اوس بالاخره بايد ودريږي. ده زياته کړه: «يوه چټک اوربند ته اړتيا ده.» د امريکا متحده ایالاتو خارجه وزير جان کيري بيا د روسيې سره د خبرو اترو د درولو ګواښ کړی.
د مسکو څخه د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس کيري د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱ نيټه) په پرله پسې څلورم ځل د خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره تليفوني اړيکه ونيوله.
«م. م . بايد مداخله وکړي»
د خليج هيوادونو په دې منځ کې د ملګرو ملتونو له خوا د مداخلې غوښتنه کړې. د خليج د همکارۍ جرګه ګۍ له خوا ويل شوي چې د سوريې حکومت د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي. د سعودي عربستان، قطر، بحرين، کويت، عمان او متحده عربي اماراتو له خوا په ګډه په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد چټک ګامونه پورته کړي څو پر حلب دغه تيری او يرغل ودريږي او د سوریې د وګړو کړاو پای ومومي.
روسيه د يوه کال راهيسې د معتدلو ياغيانو او بيلا بيلو مليشو پر وړاندې جګړه کې د سوریې د حکومت څخه د هوايي بريدونو له لارې ملاتړ کوي. د روسيې او امريکا متحده ايالاتو په منځګړيتوب دوه اوونۍ تر مخه رامنځته شوې اوربند هم یو څو ورځې وروسته بيرته مات شو. د هغه راهيسې د سوریې او روسيې جنګي الوتکې د ښار پر هغه برخه چې د ياغيانو تر ولکې لاندې ده، هوايي بريدونه ترسره کوي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په دې موده کې په حلب کې یو ځلي بیا په سونو انسانان وژل شوي دي.
پر دې موضوع زموږ له آرشيفه یو انځوريز البوم: