روسيه په نړۍ کي تر ټولو ډير تمباکو استعمالوي
۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سهشنبهد روسيې د روغتيا وزارت يو چارواکي، ډاکتر ګريګوري انيشنکه، ويلي چي په دغه هيواد کي هر کال 400000 وګړي د تمباکو د استعمال له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي.
«په روسيي کي د تمباکو مافيا هر کال د 400000 انسانانو ژوند اخلي ترڅو خپلي ګټي تامين او ښه ژوند ولري.»
په هغه رپوټ کي چي نن د روسيې د روغتيا وزارت له خوا خپور سوی راغلي چي په دغه هيواد کي د تمباکو استعمال تر بل هر ځاي ډير دی.
په راپور کي راغلي چي په منځنۍ توګه هر روسی د يوې ورځي په موده کي 17 سګريټه څکوي.
د پخوانيو احصايو له مخي يونانيانو په نړۍ کي تر ټولو ډير سګريټ څکول. په يونان کي په منځنۍ کچه هرکس د ورځي د ۷ څخه تر ۸ پوري سگريت څکوي.
روسي چارواکي وايي چي په دغه هيواد کي په وروستيو کي ځکه د سګرېټ استعمال ډير سوی چي ډير اعلانونه يې کيږي.
د روسيي د روغتيا وزارت لخوا په خپاره سوي راپور کي راغلي چي په دې وروستيو کي د روسۍ ښځو، ماشومانو او نوي ځوانانو په منځ کي د سګرېټو څکول ډير سوي. د هرو سلو روسانو څخه درې تنه يې سگرېټ څکوي.
ډاکټر ګريګوري انيشنکه پر دولت ږغ کوي چي د سکرېټو پر قطۍ لا ډير اخطاري پيغامونه چاپ کړي.
د سګرېټو پر قطيو اوس مهال دوه پيغامونه سته:«سګرېټ انسان وژني» او «سګرټ د سرطان د پيدا کيدو لامل کرځي» چاپيږي.
د انيشنکه په وينا دغه پيغامونه د روسي سګرېټ څکونکو د کمولو له پاره کافي نه دي.
د روسيي د حاکم ګوند يو پياوړی غړی، ولاديمير پاکتين، وايي چي حکومت بايد د ژوند د ښو طريقو په تبليغولو د سګرېټو د لوړ استعمال سره مبارزه وکړي.
« دولت بايد د روسيې ځوان نسل ته ډيره پاملرنه وکړي، ځکه چي دوی په ډير کم سن کي د سګرېټو په څکولو پيل کوي.
په روسيه کي د دولت لخوا پر لګول سويو بنديزونو سربيره، په ډيرو ځايونو کي د سګرېټ څکول ډير معمول دي. په هغه هيواد کي د نارينو سګرېټ څکونکو شمير د ښځو په پرتله دوه برابر لوړ دی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل