روسيه په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو د برياو سره علاقمندي لري
۱۳۸۹ مرداد ۳, یکشنبهد نيکولای مکاروف په خبره په دغه سيمه کي د روسيې او ناټو ټلوالي علاقمندۍ تطابق لري.
هغه د ناټو د پوځي کمېټې د مشر جان پاوله ديپاولو سره تر خبرو وروسته په يوه خبره غونډه کي وويل چي «روسيه په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د برياوو ډيره علاقمندي لري.»
د ناټو د پوځي کمېټې مشر وويل چي روسيه په افغانستان کي د ناټو ځواکونو سره مرسته کوي په څانگړي ډول د ترانزيت په رخه کي.
د روسيې د پوځ لوی درستيز جنرال نيکولای مکاروف وويل، چي روسيه عزم لري چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته د خوراکي او پوځي موادو د ترانزيت لاره هر وخت خلاصه پريږدي او په دې لاره کي مرسته ور سره وکړي.
دوې ورځي وړاندي په مسکو کي د روسيې د لوی درستيز نيکولای مکاروف او ناټو د پوځي کمېټې مشر جان پاولو ديپاوله په خبرو کي د نورو موضوعاتو تر څنگ د روسيې او ناټو د غړو هيوادونو پر پوځي مسايلو خبري وکړي.
ag/ زيارمل
کتونکی. عبدالباري حکيم