روبوت يا ځيرک ماشينونه د انسان په ورځني ژوند کي
د روبوت يا ځيرک ماشينونو په تړاو زيات تخيلي داستانونه شتون لري. خو د هغوی په تړاو په حقيقت کي اوس يو شمېر داستانونو او نکلونه رشتيا سوي دي. څو بېلګي يې په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ:
روبوتونه نور د هاليوود فلمونو فکر او طرحي نه بلکه د انسان په ژوند کي په يوه حقيقي برخه ګرځېدلي دي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
روبوت ماشينان په زياته بيا په توليدي صنعت کي له زيات وخت راهيسي مهم رول لري. د بېلګي په توګه د موټر جوړونې په عصري فابريکو کي نور د روبوت ماشينونو نشتون حتی تصور کيدلای لا نه سي ولي چي دغه روبوتونه ډېري مغلقي وظيفې په ډېره دقيقه توګه ادا کولای سي.
و فضا، نورو کُرو او سپوږميو ته د روبوت ماشينونو پرته څېړنيزو آلاتو لېږد او ترانسپورت ناممکن ؤ. په تقريبا ټولو د فضا سره تړلو پروګرامونو کي روبوتونه مهم رول لوبوي.
د وسلو صنعت د جنګي روبوتونو په هکله په لوړه اندازه څېړني او پلټنې کوي.
په نړۍ کي د څېړنو له پاره تر ټولو زيات امکانات او پيسې پوځونه لري. همدا وجه ده چي په نظامي برخه کي د جنګي روبوتونو څېړني، طرحي او عملي سوي فکرونه ډېر زيات دي. لکه سپي ته ورته د امريکايي سمندري ځواک دغه روبوتي سپی عسکر.
نه يوازي په نظامي بلکه د پوليسو او امن ساتونکو چارواکو سره هم په عملي دګر کي مخ په زیاتېدو د روبوتونو مرستي زياتي سوي دي. لکه د احتمالي چاودېدونکو توکو به ازونه کي چي دغه روبوت په بلجيم کي د خپل همکار انسان پوليس سره د عملياتو پر وخت مرسته کوي.
دغه پوليس روبوت د چين په يو هوايي ډګر کي د خپلو همکارو انساني پوليسو سره مرسته کوي. دغه روبوت چي څلور کامرې لري په هوايي ډګر کي ګزمه کوي او له خپلو انساني همکارو پوليسو سره معلومات تبادله کوي.
روبوت په طب کي ډېر مهم بلل کيږي. په زياته بيا په جراحي او عملياتو کي اوس لا زيات شمېر روبوتونه د انساني طبيبانو او ډاکټراانو سره زياتي مرستي کوي.
د ټويوټا کمپنۍ ناروغ پال روبوت چي په شخصي ژوند او روغتون کي د ناروغانو سره د کومک امکان لري.
د بيلجيم هيواد په روغتون کي دغه هومونوييد روبوت د مراجعينو لارښوونه کوي چي په روغتون کي لاره پيدا کړي. په زياته بيا دغه روبوت د ماشوم ناروغانو له خوا ډېر خوښيږي. دغه روبوت په ياد روغتون کي له ۲۰۱۳ کال راهيسي د لارښوونې وظيفه په غاړه لري.
د انسان د اعضاؤ قوي کوونکی روبوت يا د نشته اعضاؤ پر ځای کار کوونکی روبوتونه هم د روبوتونو د کارپوهانو د څېړنو مهمه موضوع ده. په دغه انځور کي ښکاره سوی روبوت د آلماني ساينسپوهانو له خوا طرحه سوی چي د انساني بدن امکانات لا زياتوي.
دغه روبوتونه په خپله په کور کي پاکي کوي او د بېلګي په توګه مځکه پاکوي او جارو کوي.
روبوت له زیات وخت راهيسي د ساينسپوهانو او صنعتي توليدي فابريکو تر حدودو محدوده نه دي بلکه د عامو انسانانو په ورځني ژوند کي کرار کرار د لا زيات رول لوبلو په درشل کي دي. لکه واښه رېبونکی دغه روبوت چي پخپله خپله وظيفه ټاکي او پای ته يې رسوي.
د سينګاپور په تخنیکي پوهنتون نانينګ کي د کارپوهې تالمان په شکل جوړ سوی هومونوييد روبوت چي د کارپوهې تالمان اشارو ته جواب وايي. د زیات وخت راهيسي د انسان ارمان دی چي خپل کارونه په ماشين اجرا کړي او په دې توګه د ځان او نړۍ له پاره زيات وخت ولري.
د چين په يو ريستورانت يا هوټل کي دغه روبوت مېلمنو ته د خوراک او چښاک څيزونه وروړي. دا يو له هغو زياتو مثالونو څخه دی چي نه يوازي په لوی شرکتونو او فابريکو بلکه په کوچنيو تجارتونو کي هم روبوتونه د عامېدو په حال کي دي.
د لندن په کوڅو کي په کار اخته هغه روبوت چي له يو ځای څخه بل ځای ته سامان لېږدوي. دغه روبوت کولای سي چي د ۶ او ۸ کلو تر منځ سامان له يو ځای څخه بل ځای ته يوسي. په زياته په لويو شرکتونو کي د چپړاسي د بعضو وظيفو له پاره د دغه ډول روبوتونو د استخدام پر امکاناتو خبري کيږي.
د سامسونګ دغه روبوت انځورګر دی. يو شمېر روبوتونه سته چي له طرحي او زمويښتي بڼي راوتلي او هنري توکي توليدوي.
په انګلستان کي جوړ سوی دغه روبوت ډوډۍ پخولای سي. دغه روبوټ انسان ته ګوري چي څه ډول ډوډۍ پخوي او دغه معلومات له ځان سره ثبتوي او د دغو معلوماتو پر اساس عيني څيز پخولای سي. دغه روبوت به په ۲۰۱۷ کال بازار ته راووزي.
په قطر کي د هغو اوښانو د خغاستي سيالي چي د روبوتونو له خوا کنټروليږي. د دې تر څنګ د روبوتونو ګڼ شمېر نوري لوبي او د سپورټ مشغولتياوو يوه حقيقي بڼه خپله کړې ده.
د هانس روبوتيک دغه هېومنوييد يا انسان ته ورته روبوت کولای سي چي د ساده سوالونو جوابونه ووايي. دغه روبوت د ۲۰۱۵ کال په اپريل کي لا په چين کي نندارې ته وړاندي کړل سوی ؤ.
نيم روبوت او نيمه حشره! دا يوه طرحه نه بلکه عملي سوی حقيقت دی. د جاپان د توکيو په پوهنتون کي پر يوې سرې خزدکي يو کوچنی داسي کمپيوتري چيپ نصب کړل سوی چي د دغه حشرې حرکاتو کي لاسوهنه کولای او حشره رهنمايي کولای سي. په زیاته په جاسوسي کارونو کي له دا ډول حشرو څخه د کار اخيستنې د امکان خبره کيږي.
«روبوت د ژوند د شريک په توګه»، پر دغه موضوع زيات کتابونه او داستانونه ليکل سوي دي. د «روبوت سره مينه او کوروالي» تر عنوان لاندي حتی يو کلنی کانفرانس جوړيږي. دغه کانفرانس سږکال د دسامبر په ۲۰مه په لندن کي جوړ سوی ؤ.
د روبوت سره ميني او کوروالۍ په علمي کانفرانس کي د اېما يانږانګ له خوا د کيسنجر يو موبايل اېپ او روبوت هم معرفي کړل سو. دغه آله له يو موبايل څخه ښکلول يا مچول کيږي او بل موبايل ته دغه مچه لېږدوي. دغه روبوت د انساني شونډو حرکت او شدت ثبتوي او پر هغه بل اړخ يې بېرته تکراروي او په دې توګه مچه يا ښکلول له يو کس څخه بل ته لېږدوي.
خو روبوت څومره د انسان له پاره ګواښ ګرځېدلای سي؟ دا يوه د هغو پوښتنو څخه ده چي ورباندي په زياته بيا انتروپولوجستان او د انساني ژوند د بيلو څانګو څېړونکي ورباندي پلټنې او تحقيقونه کوي او امکانات او اخلاقي اړخونه يې څېړي.