1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

رسنۍ: د اوکراین د یوې تسلیحاتي کمپنۍ مشر بندي سوی

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

د رسنیو په حواله د اوکراین د تسلیحاتي کمپنۍ، موتورسیچ رییس د روسیې په گټه د ملي خیانت په تور بندي سوی دی.

https://p.dw.com/p/4IZFG
Symbolbild Motor Sitsch
انځور: picture-alliance/ZB/T. Scholz

اوکرایني انلایني پورتال، «سترانا» نن یکشنبه خبر ورکړ، چي د دغه شرکت رییس، ویاچسلاو بوهوسلایف او د هغه یوه مهم منیجر د « متجاوز دولت سره د همکارۍ او کومک  په شک نیول سوی دی، چي د نورو تر څنگ یې په غیر قانوني ډول سره د اوکرایني جنگي طیارو ماشینان ورته لیږل او د روسي هلیکوپترونو په ترمیم کي یې برخه درلوده».
د موتور سیچ کمپنۍ د اوکراین یوه مشهوره او مهمه تسلیحاتي کمپنۍ ده. هغه چي د اوکراین په شرقي لوی ښار، زاپروژیا کي یې مرکز دی، تر ټولو دمخه د طیارو توربینونه او ماشینان تولیدوي. په ۲۰۱۴ م کال کي د هغه د تولیداتو ډیره برخه روسیې ته صادریدله.