1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان او امريکا د تر سلو زياتو هيوادونو تليفونونه اوريدلي»

۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د آلمان او امريکا استخباراتي ادارو د دوستو هيوادونو په گډون څو لسيزې د ځينو هېوادونو جاسوسي کړې ده. دا خبر رسنيو د هغو اسنادو په حواله نشر کړی دی چې د #cryptoleaks تر نامې لاندې خپاره شوي دي.

https://p.dw.com/p/3XeLp
Bundesnachrichtendienstes in Pullach
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان « ZDF» تلويزيوني شبکې په خپل رپوت کې ويلي دي چې د سويس د يوه شرکت په تخنکي مرسته او د آلمان او امريکا د استخباراتي ادارو تر کنترول لاندې د دې زمينه برابره شوې چې پر دولتونو لاس وهل شوې تکنالوژي وپلورل شي او بيا یې په اصطلاح خوندي اطلاعاتو ته غوږ نیول شوی دی.

آلماني تلويزيون د «واشنگټن پوست» ورځپاڼې او د سويس د «ايس آرايف» تلویزيون سره په شريکه په دې اړه څیړنې کړي دي.

د معلوماتو په حواله دې رسنيو د خپرو شويو اسنادو څه نا څه ۲۸۰ پاڼې ارزولي دي چې د آلمان استخباراتي ادارې «بي اين ډي» او د «سي آي ای» مخکښو کارکوونکو د ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۹۳م کالونو پورې د خپل کار په جريان کې ليکلي وې.

په دې اسنادو کې ويل شوي: «د دريمې نړۍ د ډېرو مهمو هيوادونو او همدا راز د اروپايي دولتونو ديپلوماتيک او پوځي اطلاعات او مکالمې په پراخه کچه اوريدلی کیدلی شي.» په اصطلاح د «روبيکون عملیات» د دې اسنادو د ليکونکو له خوا «تر نړيوالې جگړې وروسته بريالي استخباراتي عمليات» بللي شوي دي.

د رپوټونو په حواله د آلمان استخباراتي اداره او سي آي ای له۱۹۷۰م کال راهيسې د سويس د « Crypto AG» شرکت نيم په نيمه شريکان ول. زیاته شوې ده چې دغه شرکت به د اطلاعاتو ترلاسه کولو او تليفوني مکالمو د اوريدو له پاره د بې کوډه کولو تخنيکونه رامنځته کول او بيا یې دغه په ټوله نړۍ کې پلورل.

تهران هم اوريدل کيدی

د دې لاس وهل شويو تخنيکي اوزارو تر ټولو ستر رانيونکي سعودي عربستان او ایران ول. زیاته شوې چې څو لسيزې آلماني او امريکايي ادارې د ايران د مشرتابه په محرمو حکومتي اطلاعات خبر ول، آن په ۱۹۷۹م کال کې په تهران کې د امريکا په سفارت کې د يرغمل نيونې پر وخت هم.

د څيړونو په حواله د دغه لاس وهل شويو مخابراتي ابزارو نور رانيونکي مصر، الجزاير، نايجيريا او جنوبي افريقا او همدا شان د جنوبي امريکا يو شمیر هيوادونه ول.

اروپايي هيوادونه لکه يوگوسلاويا چې د ټلوالې غړی هيواد نه وو او همدا راز ایرلند، هسپانيا، پرتگال، ايتاليا او ترکيه هم په دې نوملړ کې شامل ول.

Schweiz Logo Crypto AG in Steinhausen
په سويس کې د کريپتو شرکت مقر انځور: Reuters/A. Wiegmann

دا اسناد پر دې سربيره په لومړي ځل دا څرگندوي چې د آلمان استخباراتي اداره او سي آي ای په ۱۹۷۳م کال کې د چيلي د ولسمشر سلوادو ايلنده د راپرځول کيدو په پلان او د ارجنتاين د پوځي حکومت له خوا د بشري حقونو پر سرغړونو لا ډېر د مخه خبر ول.

د روبيکون تائيد

د آلمان استخباراتي ادارې د «ZDF » تلویزيوني شبکې په دې اړه د پوښتنو په ځواب کې ويلي چې «تر کومه چې د عملياتي کار خبره ده نو د هغه په اړه د دريځ له څرگندولو ډډه کيږي.» خو پخواني صدراتي وزير بيرند شميدباور دغه استخباراتي عمليات تائيد کړي دي.

د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند دغه سياستوال ياد تلویزيون ته ويلي: «د روبيکون عمليات په دې کې ډاډه ونډه لرله چې نړۍ يو څه خوندي پاتې ده.» خو هغه زياته کړه چې د آلمان استخباراتي ادارې بيا په ۱۹۹۳م کال کې له سي آي ای سره همکاري پای ته ورسوله.

د سويس فدرالي شورا د دې استخباراتي افتضاح په اړه د پلټنو د ترسره کولو زمينه برابره کړې ده. د آلمان د خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې د سويس د دفاع وزير وويل: «هغه واقعات چې اوس تر بحثونو لاندې دي په ۱۹۴۵م کال کې یې سرچينه اخيستې او نن پسې بيرته پل نيول او تعبيرول یې ستونزمن کار دی.»

هغه زياته کړ چې په دې اړه د پلټنو لارښوونه شوې ده او د روان کال تر پای پورې به په دې اړه معلومات راټول کړل شي.

bs/nz (afp, dpa, ZDF, ape)

زموږ له آرشيف څخه: