رحیم وردک، له خپله نوماندۍ تیر شو
۱۳۹۲ اسفند ۲۵, یکشنبهد اسوشیتد پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردک د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د مارچ دمیاشتې ۱۶مه) خبریالانو ته وویل چې دې د هیڅ کوم کاندید پلوي نه کوي او نه یې هم له ولسمشریزو سیالیو څخه د لاس اخیستوعلت په گوته کړ.
د آلمان خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې د رحیم وردک، د ټاکنیز کمپاین د مشر سرور احمدزي له قوله لیکلي دي: «موږ اعلان کوو چې جنرال وردک د ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو څخه وتلی دی. هغه به د ولسمشریزو ټاکنو په سیالیو کې گډون و نه کړي.» خو سرور احمدزي هم په دې هکله څه و نه ویل چې جنرال عبدالرحم وردک به له کوم نوماند څخه ملاتړ وکړي او که نه او نه یې هم له نوماندۍ څخه د رحیم وردک د لاس اخیستلو کوم علت په ډاگه کړ.
په افغانستان کې ولسمشریزي ټاکنې د اپریل د میاشتې پر پنځمه نیټه تر سره کیږي، په داسې حال کې چې د روان میلادي کال تر پایه به له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.
د ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو څخه د رحیم وردک له وتلو وروسته، اوس د کاندیدانو شمیر نهو تنو ته راټیټ شو. د روانې میاشتې په پيل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور قیوم کرزی د ولسمشریزو ټاکنو د یوه بل نوماند زلمي رسول په گټه له خپلۍ نوماندۍ څخه تیر شوی وو. زلمې رسول د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دی.
حامد کرزی د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دریم ځل له پاره په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی.