رحماني: په امريکا کي مي پناه نه ده غوښتې
۱۳۹۵ دی ۷, سهشنبهد روسيې «ريا نووستي» خبري آژانس د افغاني رسنيو په حواله لیکلي چي افغاني پيلوټي نيلوفر رحماني د افغانستان د دفاع وزارت او تلو نيوز ته په لېږلي ليک کي ليکلي دي چي هغې هيڅ وخت په امريکا متحدو ايالاتو کي د پناه غوښتنه نه ده کړې.
په دغه ليک کي راغلي دي: «ما د زده کړو پرمهال يوه خيريه سازمان او هغو ټولنو ته چي د زده کړو ملاتړ کوي يو غوښتنليک ولېږه چي زما سره د لا ډېرو زده کړو (لوړو زده کړو) ته د زمينې په برابرولو کي مرسته وکړي. په دې برخه کي ماته ډاډ راکړل سوی چي دا يوه قانوني لار هم ده.»
د رحماني په خبره د ښو زده کړو په ترلاسه کولو سره خپل هيواد (افغانستان) ته ښه خدمت کولای سي.
د افغانستان د دفاع وزارت تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي چي آيا رحماني هغوی ته ليک لېږلی که نه.
د افغانستان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ تائيد کړه چي د افغانستان د هوايي ځواک ۲۵ کلني پيلوټي نيلوفر رحماني، په امريکا متحدو ايالاتو کي د پناه غوښتنه کړې ده. تر دې مخکي هغې له وال ستريت ژورنال د رحماني په حواله خبر ورکړی وو چي رحماني بيره لري افغانستان ته په ورتگ سره به ئې ژوند په خطر کي سي.
يادي رسنۍ د رحماني په حواله ليکلي ول چي هغه په افغانستان کي د وسله والو طالبانو له خوا په مرگ گواښل سوې ده.
د امريکايي رسنيو د راپور له مخي مېرمن رحماني د روان کال په دوبي کي لا د پناه غوښتنليک امريکايي چارواکو ته وړاندي کړی وو.
رحماني چي په ۲۰۱۵م کال کي د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د «زړوري ښځي» جايزه ورکړل سوې، د طالبانو تر رژيم وروسته د افغان مېرمنو په ژوند کي د مثبت بدلون راتللو سمبول گرځېدلې وه.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش، ويلي ول، اميدواره دی چي د امریکا متحدو ايالاتو حکومت چي د افغان امنيتي ځواک په جوړښت کي ئې په ميلياردونو ډالره مصرف کړي دي، د مېرمن رحماني د پناه غوښتنه رد کړي.
رادمنش، د مېرمن رحماني دغه پريکړه «شرموونکې» بللې وه او زياته کړې ئې وه، هغه گواښونه چي هغې ياد کړي دي، يوازي د پناه غوښتني بهانه دي.