1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباني په برلين کي له ماس سره وکتل

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، په برلين کي له خپل آلماني سیال هايکو ماس، سره د نورو موضوعاتو تر څنګ پر سوله هم خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/3LI2p
Außenminister Deutschland Afghanistan Heiko Maas Salahuddin Rabbani
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د بهرنيو چارو وزير او د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال هايکو ماس، په افغانستان کي د سولې له پروسې څخه د آلمان پر هوډمنتيا بيا ټينګار وکړ. په دې ترڅ کي ماس د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، ته وويل چي آلمان چمتو دی چي د سولې د پروسې د خبرو کوربه توب پر غاړه واخلي. دواړو وزيرانو د جمعې په ورځ په برلين کي سره وکتل.

ماس پر دې ټينګار وکړ چي بايد افغانستان په تيرو څو کلونو کي په لاس راوړي د »بشري حقونو او لږکيو او مېرمنو د حقونو په ډګر کي« پرمختګونه له لاسه ورنه کړي. ماس زياته کړه: »موږ به زړو تورو وختونو ته بېرته تګ ونه منو.«

آلماني وزير وويل چي آلمان به له افغانانو سره مرسته وکړي چي په لاس راوړی پرمختګ وساتي. هغه وويل چي آلمان چمتو دی چي له قطر سره په ګډه د بين الافغاني خبرو له پاره د امکاناتو رامنځ ته کولو هڅه وکړي. د نوموړي په وينا بين الافغاني خبري اتري په افغانستان کي د ښو شرايطو او سولي له پاره بنيادي اړتيا ده. نوموړي »په زياته د طالبانو پر ادرس« وويل چي دواړه اړخونه بايد د سولې له پاره له موجودو امکاناتو څخه کار واخلي.

افغان وزير هم پر دې ټينګار وکړ چي اصلي مطرح خبره دا ده چي »د تيرو اولسو، اتلسو کلونو دموکراتيک پرمختګونه بايد وساتل سي«.

هغه وويل چي آلمان د افغانستان د ملګري هيواد په توګه د مستقيمو خبرو له پاره د اعتماد سازۍ جوګه دی. هغه ځان دې ته خوشبينه وښود چي په نژدې وخت کي به بين الافغاني ديالوګ رامنځ ته سي.

aha/ms (dpa)